د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

د الظواهري وژنه او د طالبانو چوپتيا؛ امريکا: پر طالبانو مو څار شته


د امريکا بيرغ
د امريکا بيرغ

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکی وایي دوی طالبانو ته څرګنده کړې، چې د ایمن الظواهري تر وژل کېدلو ورسته، دوی ( طالبانو ) د مدارکو د پټولو لپاره څه ګامونه پورته کړي دي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته یوې خبري ناسته ته خبرې کولې وويل: "موږ طالبانو ته دا روښانه کړه چې موږ پوهېږو چې دوی څه وکړل او موږ پوهېږو چې دوی له چا ساتنه کوي؟ او موږ ځینې هغو ګامونو باندې هم پوهېږو چې دوی هڅه وکړه تر حملې وروسته شواهد پټ کړي، نو زموږ ورته پام دی."

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي
د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي

دا په داسې حال کې ده چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو پر اعلان له ۲۴ ساعتونو زیات وخت تېریږي خو طالبانو تر اوسه دا مسله چې نوموړی په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، نه تایید او نه هم رد کړې ده.

بل‌خوا د امریکا د کانګرس یو غړی مایک والټز وایي چې ایمن الظواهري د طالبانو د حکومت کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په مېلمستون کې اوسېده او اندېښنه یې ښودلې چې دا ډله به بیا پر امریکا حملې وکړي.

مایل والټز فاکس نیوز ټلوېزیون سره په مرک کې وویل: "ایمن الظواهري د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر په مېلمستون کې اوسېده، په ښکاره توګه، القاعده په افغانستان کې د سپټمبر د ۱۱ څخه مخکې په څېر بېرته راستنه شوې او استخباراتي ټولنې راپور ورکړی چې دوی په بشپړه توګه موږ ته د بیا برید کولو اراده لري."

هغه کور طالبانو محاصره کړی چې د القاعده شبکې مشر په‌کې اوسېده او ووژل شو.
هغه کور طالبانو محاصره کړی چې د القاعده شبکې مشر په‌کې اوسېده او ووژل شو.

هڅه مو وکړه د دغو امریکایي چارواکو د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر ولرو،
خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد تر دې دمه په دې اړه زموږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

که څه هم طالب چارواکو په ځلونو امریکا او نړیوالې ټولنې ته په پرله‌پسې بیانونو کې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به د هيڅ هېواد پر ضد ګټه وانه‌خیستل شي او چا ته به ګواښ متوجې نه وي، خو په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژنې تر اعلان وروسته په هېواد دننه او بهر پر طالبانو نیوکې مطرح کېږي چې ولې یې تر اوسه له دغې ډلې سره اړیکې پرې کړي نه دي.

د القاعده د مشر د وژلو له اعلان وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه د یو بیان په خپرولو یوازې دغه برید وغانده او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف او د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د دا ډول اعمالو دوام به موجوده فرصتونه زیانمن کړي.

XS
SM
MD
LG