د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

طالبانو د الظواهري د وژنې په تړاو غبرګون ښودلو لپاره غونډې پیل کړي


ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

د طالبانو مشران نن هم په دې اړه خبرې کوي چې په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر وړاندې چې د امریکایي چارواکو په وینا د القاعده مشر ایمن الظواهري په کې ووژل شو، څه ډول غبرګون وښيي.

دا خبره درېیو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته کړې ده.

طالبانو تراوسه په دې برید کې چې د یکشنبې په سهار وشو، د الظواهري وژنه نه تایید او نه رد کړې ده.

د طالبانو یو چارواکي چې په کابل کې مهمه دنده ترسره کوي، د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، په دې اړه په لوړه کچه غونډې روانې دي چې ایا د دغه برید پر وړاندې عکس العمل وښودل شي او که داسې پرېکړه وشي نو مناسبه لاره به یې څه وي.

هغه ویلي، چې مشران په دې اړه له دوو ورځو راهیسې په غونډو کې بحثونه کوي.

دې چارواکي نه ده تایید کړې، چې د برید پر مهال الظواهري په دې کور کې و.

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په طالبانو کې ښایي ځینو عناصرو له متحدو ایالتونو سره مرسته کړې وي، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري چېرې اوسېده.

خلیلزاد چې له طالبانو سره یې د دوحې تړون لاسلیک کړی، دغه څرګندونې پرون سې شنبې د امریکا ان پي آر راډیو ته کړي او حقاني شبکې ته په اشاره یې ویلي، چې دا هغه شبکه ده چې الظواهري ته یې پناه ورکړې وه.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، چې د متحدوایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې له تړون څخه د طالبانو ځینو عناصرو سرغړونې کړي او زیاته یې کړه چې طالبانو به په تېر کې د القاعده له ملاتړ څخه له درسونو درسونه اخیستی وي چې څومره تاوان یې پرې کړی دی.

د ښاغلي خلیلزاد اشاره د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ ته وه چې امریکا ته د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یولسمې د تروریستي بریدونو اصلي طراح و، له سپارلو ډډه وکړه او امریکا یې په پوځي حملې سره حکومت نسکور کړ.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وایي، طالبانو تېره اوونۍ د تاشکند په غونډه هڅه کړې وه څو د دې غونډې برخوالو هېوادونو او سازمانونو ته ډاډ ورکړي چې دوی د افغانستان پر خاورې بشپړ کنټرول لري او د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

توماس نیکلاسن
توماس نیکلاسن

طالبانو خپله دا ژمنه هم بیا تکرار کړه، چې افغانستان به د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي.

خو د نیکلاسن په خبره په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري وژنه د طالبانو پر مخکینو دا ډول ادعاوو شکونه لا زیاتوي.

نوموړي دغه څرګندونې په څو ټویټونو کې کړي او دا پوښتنه یې راپورته کړې، چې ایا طالبان د هغه له اوسېدو خبر وو، نه یې شوای کولای یا یې هم نه غوښتل چې د القاعده د مشر پر وړاندې اقدام وکړي؟

XS
SM
MD
LG