د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د الظواهري وژنه؛ د 'القاعده او طالبانو' د اړيکو پرې کېدو ادعا پوښتنې را ولاړې کړي


ښې لور ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده، کيڼ لور ته د القاعده شبکې وژل شوی مشر ايمن الظواهري
ښې لور ته د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده، کيڼ لور ته د القاعده شبکې وژل شوی مشر ايمن الظواهري

داسې مهال چې طالبانو تېر نږدې یوه کال کې په ځلونو دا خبره تکرار کړې، چې له القاعده ډلې سره یې اړیکې پرې کړي، خو په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو، د دوی دا ژمنه تر پوښتنې لاندې راويستې.

ملګرو ملتونو د جولای په ۱۹مه په خپل راپور کې وویل، د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري له طالبانو سره نږدې او پیاوړې اړیکې لري، خو طالبانو دا موضوع رد کړه.

تر دې چې د یک‌شنبې په ورځ یوې بې‌پیلوټه الوتکې هغه د وزیر اکبرخان په شېرپور سیمه کې په راکټ وویشت.

که څه هم د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو له‌خوا په ځلونو وویل شول چې طالبان او القاعده لا هم سره پراخې اړیکې لري، خو د طالبانو اوسني حکومت تل دا موضوع رد کړې.

د جولای په ۱۹مه یعنې د ۱۴ ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل، له طالبانو سره د القاعده شبکې اتحاد لا هم پیاوړی دی.

په دې راپور کې چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو شریک او دې سازمان خپور کړی و ویل شوي و: "د القاعده غړي د افغانستان په جنوب او ختیځ کې پاتې دي، چېرته چې دا ډله تاریخي حضور لري."

همدا ډول دې راپور کې ښودل شوي و چې په افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د ایمن الظواهري هوساینه ډېره او د القاعده شبکې له نورو غړو سره یې اړیکې پیاوړې شوي.

په دې راپور کې دا هم لیکل شوي و چې القاعده ډله ډېره پیاوړې شوې، خو له دې امله پر نورو هېوادونو برید نه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني تر پوښتنې لاندې را نه‌شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هماغې ورځ ازادي راډیو ته دا راپور رد کړ او ویې ویل، د دې ادعا د اثبات هیڅ سند نه‌شته.

تر دې چې ۱۴ ورځې وروسته، امریکا د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ښاغلي مجاهد د دفتر په څو کیلومټرۍ کې د بې‌پیلوټه الوتکې په توغندیز برید کې ووژاه.

د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې کابل کې ووژل شو.
د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري چې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې کابل کې ووژل شو.

همدا ډول د دوحې د هوکړې له لاس‌لیک وروسته چې طالبان مجبوروي د القاعده په ګډون له نړیوالو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو له هماغې نېټې تر ننه د امریکا متحده‌ایالاتو څو ځل دا خبره تکرار کړې چې طالبان او القاعده لا هم اړیکې لري.

له دې جملې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان راپور وښوده چې د هند په لویه وچه کې د القاعده شبکه له ټېټ پوړو طالبانو سره کار او د دوی ملاتړ کوي، څو په سیمه کې پر غربي او امریکايي اهدافو بریدونه وکړي.

یوناما هم موده وړاندې یوه راپور کې ولیکل، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې په کابل کې د القاعده ډلې مهم مشران په وزیر اکبرخان مېنه کې اوسېږي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ وویل، دوی په خپلواکه توګه دا معلومات نه‌شي تاییدولای.

د مخکني جمهوري نظام پر مهال لوړ پوړو افغان چارواکو طالبان تورنول چې د خپل مالي تمویل او په افغانستان کې د پراخو بریدونو لپاره له القاعده شبکې سره اړیکې لري او په افغانستان کې یې د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره د ارامۍ چتر برابر کړی.

خو طالبانو تل دا تورونه ردول.

XS
SM
MD
LG