د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

امریکایي چارواکی: طالب مشران کابل کې د الظواهري له اوسېدو خبر وو


ایمن‌الظواهري
ایمن‌الظواهري

یو امریکایي چارواکی وایي، چې لوړپوړي طالب چارواکي په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري له اوسېدو خبر وو.

دغه امریکایي چارواکي چې د نوم نه‌ښودلو په شرط د الظواهري د وژل کېدو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړي ویلي، الظواهري له څو میاشتو راهیسې د امریکا تر څار لاندې و او د هغه د وژلو عملیات په تېرو دوو میاشتو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په همغږۍ پلان شوي وو.

دغه امریکایي چارواکي وویل، الظواهري د یکشنبې په سهار هغه مهال د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د "هیل فایر" راکټ په وسیله په نښه شو چې په کابل کې د خپل پټنځای برنډې ته راوتی و.

د یکشنبې په ورځ د اسد میاشتې په نهمه نېټه کله چې د کابل په شېرپور سیمه کې پر یوه کور د راکټ لګېدو راپورونه خپاره شول، نو د ورځې په اوږدو کې د طالبانو د حکومت څو ویاندویانو تأیید کړه چې پر ودانۍ راکټ لګېدلی، خو د تلفاتو خبره‌یې رد کړه.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د یکشنبې په ورځ رسنیو ته په لېږل شوي پیغام کې وویل، کوم کور چې تر راکټي برید لاندې راغی څوک په‌کې نه‌اوسېدل او په خبره‌یې له همدې امله تلفات هم نه‌لري.

خو تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړیو کې د برید څرنګوالی معلوم نه و، خو په خبره یې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټڼې وروسته په ډاګه شوه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید و.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی."

اسوشیټد پرس خبري اژانس هم د یاد امریکایي چارواکي په حواله لیکلي، کوم کور چې د یکشنبې په ورځ په نښه شو، د سراج الدین حقاني د یوه نږدې ملګري و.

له یادو عملیاتو څخه پنځو با خبره سرچینو استوشیټد پرس ته ویلي چې په شیرپور کې ترسره شوی هوایي برید د سي. آی. اې له لوري پلان او عملي شو، خو جمهور رییس بایدن د سه شنبې ورځې په وینا کې پرته له دې چې د سي. آی. اې نوم یاد کړي، د دې عملیاتو د ترسره کېدو له امله یې د امریکا له استخباراتي ادارو مننه وکړه.

استوشیټد پرس لیکلي، چې د یادو عملیاتو په اړه له وړاندې له طالبانو سره هیڅ ډول معلومات نه وو شریک شوي.

روېټرز خبرې اژانس د یاد امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، د طالبانو حکومت له دوو ورځو راهیسې شېرپور کې له نښه شوي کور چارچاپېر امنیتي کمربند راتاو کړی او خبریالانو ته اجازه نه‌ورکوي چې د پېښې سیمې ته ورشي.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې الظواهري پخوا په هلمند ولایت کې و، خو کله چې د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې کابل د طالبانو لاسته ولوېده، نو دی هم کابل ته راغی.

د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي ویلي، چې القاعده يو ځل بيا افغانستان کې د بیا انسجام په لټه کې وه او یاده شبکه له طالبانو څخه د خطر احساس نه کوي.

دغه راز سپینې ماڼۍ هم ویلي چې لاهم الظواهري د امریکا لپاره ستر ګواښ وو او پر امریکایي اهدافو یې د ستراتېژیکو بریدونو لپاره خپلو کسانو ته لارښونې کولې.

امریکایي چارواکي له رسنیو سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال ویلي چې الظواهري امریکایي وګړو، د امریکا ګټو او ملي امنیت ته یو فعال ګواښ و، نو له همدې امله د هغه وژل القاعده شبکې ته یو ګوزار بلل کېږي او د یادې ډلې پر فعالیتونو به اغېزه وکړي.

دغه امریکایي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې خپور شي ویلي، په کابل کې د الظواهري وژل کېدو دا پوښتنه راپورته کړې چې ایا طالبانو هغه ته په کابل کې پناه ورکړې وه؟

ځکه د ده په خبره، لوړپوړي طالب چارواکي له دې خبر وو چې الظواهري په پلازمېنه کابل کې اوسېږي.

دغه لوړپوړي امریکایي چارواکي دا هم ویلي چې د الظواهري د استوګنې سیمې پیدا کول د ترهګرۍ ضد دوامدارو فعالیتونو پایله وه، ځکه د ده په خبره امریکا سږ کال وموندله چې د الظواهري ښځه، لور او ماشومان‌یې په کابل کې یو امن ځای ته انتقال شوي او وروسته معلوماتو دا وښوده چې الظواهري هم هلته ورغلی.

د دغه امریکایي چارواکي په خبره، ولسمشر بایډن په تېرو اوونیو کې د خپل حکومت پر چارواکو ټینګار کاوه چې خپل استخباراتي معلومات دې دقیق او یقیني کړي او مسؤلو امریکایي چارواکو د مې او جون په میاشتو کې بایډن ته په دې اړه معلومات ورکول او بالاخره د جولای په لومړۍ ورځ د امریکا استخباراتو د عملیاتو وړاندیز وکړ او بایډن هم د جولای په ۲۵مه نېټه د عملیاتو اجازه ورکړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

روېټرز خبري اژانس د یاد امریکايي چارواکي له قوله لیکلي، الظواهري په شېرپور کې په همدې کور کې خپل وېډیویي پیغامونه هم ثبتول چې له مرګ وروسته به‌یې هم خپاره شي.

XS
SM
MD
LG