د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

ایمن الظواهري څوک و او د القاعده شبکې جوړېدو کې یې څه رول درلود؟


 ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ، چې امریکايي ځواکونو د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د جولای په ۳۰مه په خپل هستوګنځي کې په کابل کې وواژه.

دا حمله د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وسیله وشوه.

ایمن الظواهري څوک و او د القاعدې په ترهګرې ډلې کې یې څه ونډه درلوده؟

نوموړی د ۱۹۵۱ کال د جون په ۱۹مه د مصر په قاهره کې زېږېدلی و.

نیکه یې د مصر د الازهر پوهنتون د جومات امام، پلار یې ډاکتر او د قاهرې له مشهورې کورنۍ څخه و.

الظواهري د طب په برخه کې زده کړې کړې وې او په قاهرې کې یې د سترګو د ډاکتر په توګه هم کار کړی و، په ورته وخت کې یې افراطي ډلو ته هم ډېر تمایل درلود.

د بن لادن مغز کتاب چې اوبری ایملمن و کترین کولمن لیکلی، د الظواهري په اړه یې لیکلي دي چې نوموړی په ۱۵ کلنۍ کې د مصر له اخوان المسلمین ګوند سره يو ځای شو.

هغه په ۱۹۷۳ کال کې په مصر کې د اسلامي جهاد له ډلې سره یو ځای شو چې د مصر حکومت د نړولو لپاره جوړه شوې وه.

الظواهري د اویایمې لسیزې په پای کې د دې ډلې مشر وټاکل شو.

هغه په ۱۹۸۱ کال کې د مصر د وخت د ولسمشر انور سادات له وژل کېدو وروسته په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور زنداني شو.

  • "پاکستان ته سفر او اسامه بن لادن سره اشنا کېدل"

د مغز بن لادن کتاب لیکوال لیکي، چې الظواهري له ۳ کلونو وروسته له زندانه ازاد شو او په ۱۹۸۵ کال کې د سره صلیب سازمان په مرسته یې مصر پرېښود او پاکستان ته روان شو.

هلته یې د جراح په توګه د هغو مجاهدینو درملنه کوله، چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد او د وخت د افغان حکومت په وړاندې جنګېدل.

الظواهري په پاکستان کې د عرب مجاهدینو له یوه مهم مشر اسامه بن لادن سره اشنا شو او نېږدې اړیکې یې ورسره جوړه کړې.

بن لادن او الظواهري د ۱۹۸۸ کال په لومړیو کې په رسمي ډول د مصر د اسلامي جهاد او القاعده ډلې یو ځای کړې چې یو ځای خپل جهاد ته دوام ورکړي.

د عکس ښي لور ته الظواهري او چپ لور ته اسامه بن لادن
د عکس ښي لور ته الظواهري او چپ لور ته اسامه بن لادن

اسامه بن لادن د القاعدې رهبر او ایمن الظواهري یې مرستیال وټاکل شو.

هغوی په لومړي ګام کې په ۱۹۸۸ کال کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا په ۲ سفارت خونو بریدونه وکړل چې په دې بریدونو کې یې ۲۲۴ تنه ووژل او ۴۵۰۰ تنه یې ټپیان کړل، هغه موضوع چې د امریکا اوسني ولسمشر هم په خپلو خبرو کې ورته اشاره وکړه او هغه یې د یادو بریدو مهم طرحه کوونکی وباله.

له هغه وروسته د ۲۰۰۰ کال په اکټوبر کې د یمن په اس اس کول کې په کښتۍ کې د القاعدې شبکو سپرو ځانمرګو بریدکوونکو ځان ته چاودنه ورکړه او ۱۷ امریکايي سمندري ځواکونه یې ووژل او ۳۹ تنه نور یې ټپیان کړل، د امریکا ولسمشر جو بایډن د الظواهري د وژل کېدو په اړه په وینا کې نوموړی د دې برید متفکر مغز بللی دی.

خو د القاعدې تر ټولو ستر بریدونه د ۲۰۰۱ کال په سېپټمبر کې په نړیوال سوداګریز مرکز او پنټاګون وو، چې د بن لادن او الظواهري لخوا طرحه شوي وو.

په دې بریدونو کې ۲۹۷۷ تنه ووژل شول او د بايډن په وینا الظواهري په دې برید کې هم ونډه درلوده.

له هغه وروسته امریکا د الظواهري په اړه هر ‌ډول معلوماتو ته چې د هغه د نیولو او وژلو سبب کېږي، ۲۵ میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

ارشیف: په نیویارک کې په نړیوال سوداګریز مرکز د القاعده شبکې د بریدونو انځور
ارشیف: په نیویارک کې په نړیوال سوداګریز مرکز د القاعده شبکې د بریدونو انځور

دا اعلان د امریکا د دولت د په اېف.بي.ای او رویوارډ فار جستین وېبپاڼو کې خپور شو او تر اوسه لرې شوی نه دی.

د سېپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا پر افغانستان حمله وکړه، چېرته چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن، مرستیال یې ایمن الظواهري او ټوله ډله یې مېشته وه. طالبان هغه وخت حاضر نه شول چې بن لادن امریکا ته وسپاري او امریکا هم پر افغانستان حمله وکړه.

  • "الظواهري او د القاعدې ډلې مشري"

له هغه وروسته چې د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د امریکايي ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې د پاکستان په ایبټ اباد کې ووژل شو، ایمن الظواهري د دې ډلې مشر شو.

الظواهري چې په دې دومره موده کې په نامعلوم ځای کې اوسېده، د امریکايي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ نوموړی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره کابل ته راغی او له خپلې مېرمنې او لور سره په کابل کې اوسېده.

الظواهري په ۷۱ کلنۍ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په کابل کې ووژل شو او د امریکا ولسمشر جو بایډن یوه ورځ وروسته دا برید تایید کړ چې الظواهري په کې وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG