د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

هلمندي ځوانان او فعالان: یوناما دې جګړه نه ننداره کوي، درېدو کې دې مرسته وکړي


د یوناما دفتر مخې ته هلمندي ځوانان او فعالان
د یوناما دفتر مخې ته هلمندي ځوانان او فعالان

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي، ورسره جنګ جګړو هم زور اخیستی، د هلمند د ناارامه ولایت مدني او سیاسي فعالان د روان وضعیت د کنټرول لپاره د ملګرو ملتونو د رول د زیاتوالي غوښتنه وکړه.

د جنوب لویدیځ زون مدني ټولنو او هلمندي ځوانانو د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) د جګړې د درولو او ژر اوربند په اړه خپل غوښتنلیک په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ته وسپاره.

دغه درې ماده ییز غوښتنلیک سیاسي فعال انجنیر باور باوري ولوست چې په یوه برخه کې داسې راغلي وو: "اساسي غوښتنې زموږ دا وې چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر پاکستان فشار راوړي، څو دغه تاوتریخوالی چې وروستي حد ته رسېدلی، نور پای ته ورسوي."

په دغه لیک کې غوښتل شوي، ملګري ملتونه دې په جدیت له طالبانو وغواړي چې جګړه پرېږدي، اوربند وکړي او د سولې لاره خپله کړي.

په سپارل شوي لیک کې دا هم راغلي چې د سولې د خبرو د بیا پيل او د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب اړتیا ‌‌‌‌‌‌ډېره ده، نو ملګري ملتونه دې د منځګړي رول ولوبوي.

په دغه لیک کې غوښتل شوي، ملګري ملتونه دې په جدیت له طالبانو وغواړي چې جګړه پرېږدي
په دغه لیک کې غوښتل شوي، ملګري ملتونه دې په جدیت له طالبانو وغواړي چې جګړه پرېږدي

همدا شان دا هم غوښتل شوي چې ملګري ملتونه باید د جګړې ننداره ونه کړي، هغوی 'یوناما' باید د جګړې په درېدو کې مرسته وکړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه، چې په دې اړه په کابل کې ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما نظر له ځان سره ولري، خو بریالۍ نه شوه.

خو د مدني ټولنو د سولې استازي محمد جان وايي، د لیک سپارلو پر مهال د یوناما ځواب دا و چې دوی په دې برخه کې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای: "د دوی ځواب همدا و چې موږ په دې برخه کې بې تفاوته نه یو پاتې شوي، هغه کسان چې په افغانستان کې مداخله کوي، هغوی سره په خبرو بوخت یو او ډېر ژر به ولسونه زموږ 'یوناما' پياوړی رول وویني."

پر دې سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له جمهور رییس غني سره لیدلي او د سیاسي یووالي پر اهمیت سربېره یې، د سولې خبرو په بیا پیلېدو پر اړتیا بحث کړی دی.

د یوناما ځواب دا و چې دوی په دې برخه کې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای
د یوناما ځواب دا و چې دوی په دې برخه کې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د دغې نوې غوښتنې په اړه د طالبانو نظر له ځان سره ولري، خو بریالۍ نه شوه، خو دوه ورځې وړاندې د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی ته سوله لومړیتوب لري.

دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو دوه میاشتو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی، او وسله والو طالبانو په دې هېواد کې د ۱۴۰ ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځینې ولسوالۍ د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره بل ځای ته انتقال کړي چې دا د ولسوالیو د سقوط په معنی نه دی.

بل خوا په ۲۰۲۰ د فبرورۍ میاشتې په ۲۹ په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ له هوکړې وروسته امریکا او د هغوی متحدینو له افغانستانه امریکايي ځواکونو له وتلو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول د زیاتوالي غوښتنه شوې وه.

XS
SM
MD
LG