د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

فوزیه کوفي: د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي


په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي
په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي

په دوحه کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، د سولې روانې خبرې لازم سرعت نه‌لري او ادعا کوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

فوزیه کوفي ټینګار کوي چې له ځینو هغو سیمو چې طالبانو نیولي د ښځو پر حقونو د تېري راپورونه ترلاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې جګړو او تاوتریخوالي په ټول افغانستان کې زور اخیستی او تقریباً هره ورځ د ولسوالیو د لاس په لاس کېدو خبرونه رارسېږي.

جګړو او تاوتریخوالي په ټول افغانستان کې زور اخیستی
جګړو او تاوتریخوالي په ټول افغانستان کې زور اخیستی

مېرمن کوفي په دوحه کې د روانو بین‌الافغاني خبرو د څرنګوالي او د طالبانو له‌خوا د وروستیو جګړو په ترڅ کې په نیول شویو ولسوالیو کې د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د سولې خبرو کې هغه لازم سرعت چې د افغانستان له غوښتنو او شرایطو سره سمون ولري، نه‌شته. په هېواد کې دننه هم له بده مرغه تاوتریخوالی، ورانی او وژنې زیات شوي، عام‌المنفعه تأسیسات ویجاړېږي او له ځینو سیمو، په تېره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو څخه داسې راپورونه رارسېږي چې یو ځل بیا د ښځو حقونه سلبېږي."

مېرمن کوفي په مشخص ډول د هغو سیمو نوم یاد نه‌کړ چې د دې په وینا هلته د ښځو له حقونو څخه سرغړونې کېږي.

طالبان دا یوه تبلیغاتي هڅه بولي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د مېرمن کوفي ادعا رد کړه.

ښاغلی نعیم وايي: "په عام ډول د افغانستان د اسلامي امارت (طالبانو) پالېسي دا ده، هغه سیمې چې له مجاهدینو سره یوځای کېږي هلته مشکلات نه‌وي. البته یو خو تبلیغات او اتهامونه دي چې هغه پخوا هم شوي، اوس هم کېږي او په راتلونکي کې چې څوک تبلیغات کوي او اتهامونه لګوي هغوی به خپل کار کوي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

له فوزیې کوفي پرته د ښځو د حقونو نورو فعالانو هم په ۷۰مه لسیزه کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له ښځو سره د تبعیض او د هغو د حقونو د تر پښو لاندې کېدو تورونو ته په پام سره اندېښنه ښودلې چې که ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه ووځي، نو ښايي هغه تاریخ تکرار شي.

بل‌خوا د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله یو ځل بیا سوله د هېواد لپاره یو مهم لومړیتوب وباله.

ښاغلي عبدالله په یوه بیان کې چې پرون پنجشنبې خپور شو ویلي دي چې که طالبان جګړو ته دوام ورکړي، نو د افغانستان خلک به‌یې پر وړاندې ودرېږي.

XS
SM
MD
LG