د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

د خوست سپیرې ولسوالۍ کې د افغان حکومت په ملاتړ وسله وال پاڅون وشو


د خوست د سپیرې ولسوالۍ د ځدراڼ میشتو پاڅون
د خوست د سپیرې ولسوالۍ د ځدراڼ میشتو پاڅون

د جمعې په ورځ )د چنګاښ ۴مه) د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د ځدراڼ مېشتو سیمو اوسیدونکو د نظام په ملاتړ وسله پورته کړه او ويې ویل چې دوی به د هر ډول امتیاز پرته د خپل هېواد، سیمې، کلي او کور ساتنه کوي.

دوی زیاتوله، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د دې هېواد د تېرو شلو کالونو لاسته راوړنې په اوبو لاهو کړي، افغانستان په کورنیو جګړو کې ښکېل شي او مادي هستۍ يې ولوټل شي.

د ځدراڼو د ټولنیزې شورا مشر حاجي مارک ځدراڼ په خپلو خبرو کې وویل، په اوسني وخت کې هر افغان ته په کار دي چې د نظام تر څنګ ودریږي او دا هېواد له شاتګه وژغوري.

دی وايي: "د ځدراڼ قوم په دې راوتلی دی، نه د چا نه تنخوا غواړي، نه د چانه دریشي او بوټ غواړي، نه د چا نه سلاح غواړي، نه د چا نه خرڅه غواړي، په خپله وسله د دې لپاره راپورته شول چې د خپل نظامه ملاتړ وکړي، څو دا د شلو کالونو لاسته راوړنې مو د خاورو سره خاورې نه شي، نن سبا ټولو خلکو ته په کار دي، چې د خپل نظام سره اوږه په اوږه ودریږي."

مارک ځدراڼ وايي، په اوسني وخت کې هر افغان ته په کار دي چې د نظام تر څنګ ودریږي.
مارک ځدراڼ وايي، په اوسني وخت کې هر افغان ته په کار دي چې د نظام تر څنګ ودریږي.

د ځدراڼو د سپېرې ولسوالۍ یو اوسیدونکی سخي جان ځدراڼ وايي، دوی به د نظام د سرتېرو په شان د حکومت سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د خپل حکومت او خاورې به ساتنه کوي.

نوموړي زیاته کړه، افغانانو ډېرې بدې ورځې لیدلي او بیا د دښمنانو په تبلیغاتو نه تیروځي، دوی په خپل ټول توان په دې هېواد کې د بې نظمیو د راتګ مخه نیسي او د سولې او ثبات لپاره مبارزه کوي.

یو بل پاڅونوال ځوان سمیع الله وویل، د افغانستان ځوانان په خپله د خپل هېواده ساتنه کولای شي، دوی به پردیو ته اجازه ورنه کړي چې په دې هېواد کې خپل نارواوې موخې ترسره کړي.

ده وویل، هغوی چې د دې وطن د بربادۍ خوبونه ویني، په غلطه لګیا دي او دې موخو ته به ونه رسیږي.

سمیع الله وویل، د افغانستان ځوانان په خپله د خپل هېواده ساتنه کولای شي
سمیع الله وویل، د افغانستان ځوانان په خپله د خپل هېواده ساتنه کولای شي

بل لوري ته د خوست چارواکي چې سپیرې ته پاڅونوالو سره لیدلو لپاره ورغلي وو، د قومي پاڅونونو ملاتړ وښود او ويې ویل چې افغان حکومت به دوی سره ولاړ وي.

خوست والي مهمند کټوازي وویل، لويې پکتیا او په ځانګړي ډول د ځدراڼو قوم د تاریخ په اوږدو کې د وطن ساتنې په لاره کې قربانۍ ورکړي او اوسني نسل کې يې هم د وطن ساتنې دا احساس پیاوړی دی.

دی وايي: "اوس بیا هغه وخت راغلی چې زموږ وطن، کلی، کور او خونه د دښمن تر فشار لاندې دي، دښمن یوازې تبلیغ کوي، نورڅه نه لري، د ځدراڼو قوم د خوست له مسلحو قواوو سره یوځای ولاړ دی، له سولې، نظام، دولت، خوست نه او د خپل کلي او کور نه دفاع کوي، هرڅوک دې په دې خبر شي چې خوستوال قومونه د چا په تبلیغاتو نه تیروځي، زه تاسو ځدراڼ وروڼو ته اطمینان درکوم چې موږ درسره یو، تاسو په خپله وطن ساتئ، موږ درسره یو ځای یو، سوله به راولو او سولې ته به کار کوو."

خوست والي مهمند کټوازي وویل، د ځدراڼو قوم د تاریخ په اوږدو کې د وطن ساتنې په لاره کې قربانۍ ورکړي
خوست والي مهمند کټوازي وویل، د ځدراڼو قوم د تاریخ په اوږدو کې د وطن ساتنې په لاره کې قربانۍ ورکړي

په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو سره په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پرضد زرګونه ولسي پاڅونوال جګړې ته تیار شوي او د افغان ځواکونو په ملاتړ یې د جګړې اعلان کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې ده.

له خوست سربیره پروان، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان، کندز، تخار، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور هغه ولایتونه یاد شوي چې یو شمېر خلکو یې د طالبانو په مقابل کې وسلې راخیستې دي.

XS
SM
MD
LG