د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

هېواد: پاکستان نورې ترهګریزې ملېشې د افغان جګړې د شدت لپاره رالیږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د تپل شوې جګړې په اړه د سيمې او ګاونډ اجماع ته اړتيا ده.

د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ شواهد موجود دي چې پاکستان د ترهګريزو ډلو نورې ملېشې هم افغانستان ته د جګړې د لا شدت لپاره را استوي او په دې هڅه کې دی چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د خپلې خوښې ملېشې پر افغانستان واکمنې کړي.

وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې ویلي یې دي افغانستان کې د طالبانو ټپي شوي جنګيالي او مړي پاکستان ته وړل کېږي او د طالبانو مشران په پاکستان کې اوسېږي.

د لېکوال له انده که په افغانستان کې جګړه د پاکستان د ګټو لپاره روانه ده، خو نور ګاونډيان بيا د دې جګړې د مخنيوي غوښتنه کوي او غوره بولي چې طالبانو سره د سولې هڅې مثبته پايله ورکړي.

په دې اړه د ازبیکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف تازه مرکې یوه برخه اخېستل شوې چې د سيمې پر هېوادونو یې غږ کړی چې د افغانستان د جګړې په مخنيوي کې خپل مسووليت تر سره کړي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، اوږده موده کېږي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او کوم پرمختګ په کې نشته او په وینا یې نه یوازې چې پرمختګ په کې نشته، بلکې عادي خبرې هم په ټپه ولاړې دي او د امریکا فشارونه هم کم شوي چې دواړه اړخونه خبرو ته را وګرځوي.

د لېکوال په وینا که څه هم ټاکل شوې وه چې له کابله شپږ لوړي پوړي چارواکي او سیاستوال دوحې ته ورشي او له طالبانو سره خبرې وکړي چې دا سفر هم بیا-بیا ځنډېدلی دی.

د ورځپاڼې له انده د سولې پر وړانډې ډېر خنډونه شته چې تر ټولو په کې د امریکا دریځ اساسي رول لري، خو د جګړې پر ښکېلو اړخونو کې هم شته ذهنیت د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ دی.

دواړه لوري باید پوه شي چې خلک سوله غواړي او د دې لپاره ښايي فشار هم راوړي، نو ځکه دوی باید خپل ذهنیت بدل کړي.

  • اطلاعات روز

او اطلاعات روز ورځپاڼې د کرونا پېښو زیاتېدو او اکسیجن کمښت په تړاو لېکنه خپره کړې ده.

وړاندې راغلي، په داسې حال کې چې د کرونا ناروغۍ لاهم په اوج کې ده، خو په وینا یې چې د اکسېجن خرڅلاو او احتکار کیسه اوس هم ګرمه ده.

د لېکوال د موندنو پر اساس چې دا مهال د اکسیجن لوړه بیه هغه څه دي چې ډېری افغانان یې له بد وضعیت سره مخ کړي او حکومت هم ورته جدې پام نه کوي.

د لېکوال په وینا که څه هم د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د بیو د کنټرول ژمنې کوي، خو په خبره یې لا هم د اکسېجن بیه لوړه ده او ناروغ لرونکي اړ دي چې هرو ۲۴ کې شااوخوا ۲۰ زره افغانیو څخه اکسېجن واخلي.

لېکوال ټینګار کوي چې عامې عامې روغتیا وزارت باید ژر تر ژره د اکسیجن د کمښت ستونزه هواره کړي او په لوړو بیو کنټرول وکړي.

XS
SM
MD
LG