د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۱

هشت صبح: د ولسي پاڅونونو پيل شوې څپه هم هيله بخښونکې ده او هم اندېښمنوونکې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل کې چاپېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننيو ګنو کې د ولسواليو سقوط، ولسي پاڅونونو او امريکا ته د افغان جمهور رئيس د سفر په اړه سرمقالې او شننې خپرې کړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په وروستيو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د حکومت د وسله‌والو مخالفانو پوځي تحرکاتو زور اخیستی او ځینو ولسوالیو او پوځي مرکزونو سقوط هم کړی دی.

ورځپاڼه ليکي، که د دې ولسوالیو او پوځي مرکزونو د سقوط څرنګوالي ته کتنه وشی؛ نو لیدل کېږي چې ځینې یې بې له کوم مقاومته د حکومتي مخالفانو لاس ته لوېدلې دي.

د سرمقالې ليکوال پوښتنه کوي چې ولې دې مرکزونو مقاومت ونه‌کړ او سره له دې چې ښه پوره پوځي تجهیزات‌یې لرل او کولای یې شول چې مقاومت وکړي، خو له کوم مزاحمت پرته‌یې لاسونه پورته کړل او خپل تجهیزات‌یې مخالفانو ته وسپارل؟

په سرمقاله کې وړاندې ليکل شوي چې دا پوښتنه باید ځواب شي، ځکه د دې پوښتنې له ځوابه پرته موږ د ستونزې اصلي ریښې موندلای نه‌شو او تر هغه چې د مسئلې ژورو ته لاړ نه‌شو، ناشونې ده چې د پېښو رښتینی انځور برابر کړو.

د سرمقالې ليکوال ليکلي، دوه خبرې باید سپینې شي، لومړی دا چې ایا په دې پېښو کې کوم پټ لاسونه دي او دا ولسوالۍ او پوځي مرکزونه د کوم دسیسې په پایله کې مخالفينو ته تسلیم شوي؟

دوهمه خبره دا چې په دې ولسوالیو او پوځي مرکزونو کې مېشت افسران او سرتېري د مخالفانو د تبلیغاتو تر اغېز لاندې راغلل او داسې یې وګڼله چې ګنې ټول تسلیم شوي دي او یوازې دوی پاتې دي.

ورځپاڼې په پای کې وړانديز کړی چې دا د اړوندو نظامي ادارو دنده او مسؤلیت دی چې باید وروستۍ پرمختیاوې په ژوره او هر اړخیزه توګه وڅېړي او د دې دوو مسئلو برخلیک څرګند کړي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړه تر هر بل وخت سخت پړاو ته رسېدلې، افغان جمهور رئيس او ورسره پلاوی يې واشنګټن ته ولاړ او دوی دا سفر بریالی ياد کړ.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې که څه هم په دې سفر کې سوله د اجنډا برخه نه‌وه، خو بيا هم داسې هيلې کېدې چې د سولې اړوند ځيني پرمختګونه رامنځته شوي وی.

د سر مقاله ليکونکي په باور، د امريکا د نوي ادارې په رامنځ‌ته کېدو سره دا امریکا ته د افغان چارواکو لومړی سفر و، نو تمې هم ترې ډېرې کېدې.

ورځپاڼې وړاندې ليکلي، په دې سفر کې د سولې خبرې د دې لپاره له اجنډا غورځول شوې وې چې دا بهير د امريکا پخواني جمهور رئیس ډونالد ټرمپ له‌خوا پيل شوی و او تر ځايه دا خبرې ناکامۍ سره مخ شوې.

ليکوال په پای کې ليکلي، د دوحې تړون نه‌يوازې دا چې د افغانستان د سولې پروسې سره مرسته ونه‌کړه، بلکې طالبانو ته‌يې دا انګېزه ورکړه چې جګړه روانه وساتي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې په هېواد کې وروستيو ولسي پاڅونونو ته په اشارې سرمقاله خپره کړې.

د سرمقالې ليکوال ليکلي چې د هېواد په ډېرو سيمو په ځانګړي ډول شمال ولايتونو کې د ولسي پاڅونونو پيل شوې څپه هم هيله بخښونکې ده او هم اندېښمنوونکې.

لیکوال وړاندې ليکي، حکومت له طالبانو سره په جګړې کې ضعف لري او دا ډله ورځ تر بلې ساحې نيسې، همدا د دې دليل دی چې ولسي پاڅونونه رامنځته شول.

د ليکوال په باور، اوس يو شمېر کړۍ غواړي دې ولسي پاڅونونو ته د ملېشې نوم ورکړي چې دا په خپل ذات کې سم قضاوت نه‌دی.

ليکوال دې مسئلې ته هم اشاره کړې چې که ولسي پاڅونونه کنټرول نه‌شي او د حکومت په چوکاټ کې ځای پر ځای نه‌شي، راتلونکي لپاره يوه جدي اندېښنه ده.

XS
SM
MD
LG