د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

افغان چارواکی: افغانستان کې د طالبانو روانه جګړه د پاکستان جګړه ده


ارشیف، وسله وال طالبان
ارشیف، وسله وال طالبان

د افغانستان د حکومت یوه مطبوعاتي مسوول، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه په واقعیت کې د پاکستان جګړه وبلله.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل، پاکستان په دې ډول طالبان واکمنول غواړي: "د طالبانو روان جنګ، بې له شکه د پاکستان په ملاتړ روان دی. دوی د دې لپاره د طالبانو حمایت کوي چې طالب واک ته ورسوي."

خو د طالبانو یو ویاند وايي، په ګڼو ولایتونو کې د دوی د وسله والو فعالیت دا ثابتوي چې دغه ډله په افغانستان کې دننه فعاله ده.

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، دوا خان مینه پال وايي، پاکستان د طالبان لارې غواړي ځان واکمن کړي.
د حکومت د رسنیو د مرکز مشر، دوا خان مینه پال وايي، پاکستان د طالبان لارې غواړي ځان واکمن کړي.

ذبیح الله مجاهد له پاکستان سره د دې ډلې د ارتباط لرلو موضوع په یو ډول رد کړله:

"په فاریاب، کندز، بدخشان او نورو لېرې پرتو ولسوالیو او ولایتونو کې دوی خپل عرض اندام او خپل فعالیت لري. دا ټول د دې ښکارندويي کوي چې د اسلامي امارت تر شا ولس ولاړ دی. نه دا د پاکستان کار دی، نه کوم بل بهرني جهت."

طالبان په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه پرمخ بیايي.

په وروستیو کې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ تورونه زیات شوي چې په سیاسي کړیو کې یې هم تاوده بحثونه پارولي دي.

وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د پاکستان له جیو ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، د افغان طالبانو کورنۍ په پاکستان کې دېره دي، ټپيان یې د درملنې لپاره پاکستان ته راوړل کېږي او مړي یې هم د ښخولو لپاره هلته وړل کېږي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمد الله محب د دوشنبې په ورځ د شیخ رشید څرګندونې وستایلې چې د ده په وینا له طالبانو یې د پاکستان ملاتړ افشا کړ.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وویل، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د روانې جګړې هدف، د بهرنیو ځواکونو وتل نه، بلکې واک ته رسېدل.

خو ښاغلي اتمر له اریانا نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په هغه مرکه کې چې تېر ماښام خپره شوه، طالبانو ته په خطاب وویل، که دوی واک ته رسېدل غواړي، د سیاسي پروسې لار دې خپله کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، افغانستان کې د طالبانو هدف واک ته رسېدل دي..
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وايي، افغانستان کې د طالبانو هدف واک ته رسېدل دي..

ښاغلي اتمر زیاته کړه: "که هدف مو د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو وتل وي، هغه دی په وتلو دي، موافقه شوې ده. که هدف مو په قدرت کې برخه اخیستل دي، ټاکنې شته، موږ درسره خبرو ته تیار یو. د افغانستان ولسمشر د سولې داسې پلان مطرح کړ چې ان په هغه کې یې تر وخت مخکې ټاکنو یادونه هم وکړه او په یوه انتقالي بهیر کې یې د مشارکت په باب هم خبرې کړې دي."

ښاغلي اتمر تور ولګاوه چې طالبان هغې موافقې ته چې له واشنګټن سره یې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه لاسلیک کړې، ژمن نه دي.

تر دې مخکې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب تور لګولی و چې طالبان په افغانستان کې د پاکستان نااعلان شوې جګړه پرمخ بیايي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، په وروستیو کې ویلي، اسلام اباد له طالبانو سره اړیکې لري خو کنټرول نه ورباندې لري.

په ضمن کې د پاکستان پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په تازه څرګندونو کې په افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښوولې او د دې لانجې د حل لپاره یې پر سیاسي هڅو ټینګار کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG