د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

اصلاح ورځپاڼه: پاکستاني چارواکي د افغانستان پرضد تبلیغاتي جګړه پرمخ بیايي


ارشیف، د پاکستان او افغانستان ګډ بیرغونه
ارشیف، د پاکستان او افغانستان ګډ بیرغونه
  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې ليکلي؛ پاکستان د افغانستان جګړه کې مستقيم ښکېل دی او د دغه هېواد چارواکي د افغانستان پرضد تبلیغاتي جګړه هم پرمخ وړی.

وړاندې راغلي، د پاکستان د دا راز کړنو ډېر پراخ ثبوتونه شته چې پاکستان په ښکاره د طالبانو د جګړې د تجهیز، د ملېشو د روزنې او دغه شان د جګړې د قوماندې ټول واک او اختیار یې په لاس کې اخیستی.

د ليکوال په باور همدا لامل دی چې د پاکستان ملېشې او افسران د طالب جامه کې راځي او د افغانستان پرضد یې جګړه توده کړې ده.

لیکوال لیکي:

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وړمه ورځ اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې ګواکې د پاکستاني طالبانو په ګډون ځینې ډلې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي او افغان طالبان یې باید مخه ونیسي چې دغه څرګندونو په افغانستان کې تُند غبرګونونه راوپارول.

  • افغانستان ورځپاڼه

افغانستان ورځپاڼې هم د پاکستان د کورنيو چارو د وزير وروستیو څرګندونو ته په اشارې ليکلي، کابل باید په دې اړه له اسلام اباد سره خبرې وکړې او یوې حل لارې ته ورسره ورسېږي.

د سرمقالې ليکوال وړاندې ليکي، پاکستاني چارواکي اقرار کوي او وايي، د طالبانو د ټپيانو په پاکستان کې درمنله کېږي نو له دې بل ښکاره ثبوت څه دی؟

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ليکلي چې طالبان نه شي کولای د زور له لارې واک ته ورسېږي.

د سرمقالې د ليکونکي په اند، د جمهور رئيس وروستی سفر امريکا ته او له هغه ځايه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو لپاره د زياتو مرستو جلبول د دې ښکارندوي کوي چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د جګړې په ډګر کې نور هم پياوړي کېږي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د امريکا تازه مرستې له هوايي ځواک سره د افغانستان هوایي ځواک نور هم پياوړی کولای شي او هغه جګړه چې طالبانو د قدرت نيولو لپاره پيل کړې داسې ښکاري چې قدرت ترلاسه نه کړي.

د سرمقالې ليکوال په پای کې وړانديز کړی چې جګړه د حل لاره نه ده او که هرڅومره دواړه خواوې پياوړي شي جګړه ګرمېږي او په پايله کې يې عام وګړي وژل کېږي.

XS
SM
MD
LG