د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

مسیر: صالح وايي، کومې سیمې چې طالبانو نیولي په هدیرو به یې بدلې شي


د جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح
د جمهور رییس غني لومړی مرستیال امرالله صالح
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې د ولسوالیو د سقوط په تړاو د جمهور رییس غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستۍ څرګندونې را اخیستي چې ویلي یې دي"طالبانو د یوې باریکې لارې په جوړولو پرمختګ کړی او په وینا یې دې ډلې ته به نیول شوې سیمې په هدیره بدلې شي."

د ورځپاڼې له قوله، ښاغلي صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په تېره نږدې یوه نیمه میاشت کې طالبانو نږدې دېرش ولسوالۍ نیولي چې حکومت یې تاکتیکي شاتګ ګڼي، خو ورځپاڼه زیاتوي، دا ولسوالۍ په ټول افغانستان کې دي او ان د کابل دروازې ته نږدې مېدان وردګ دوې ولسوالۍ 'نرخ او جلرېز' هم طالبانو نیولي دي.

د سرمقاله لیکوونکي له انده، لومړی خو داسې نه ښکاري چې دا ولسوالۍ به ټولې بېرته دولت ونیسي، خو که دا کار وشي، بیا به سرتېرو ته پراخه مرګ‌ ژوبله واوړي او نه به هم حکومت ته بېرته هغه وسلې او تجهیزات په لاس ورشي چې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

پردې بنسټ لیکوال، د امرالله صالح څرګندونې یوازې نیوکو ته یو بې ګټې ځواب بللی چې نه ستونزه حلولای شي او نه د ولسوالیو سقوط توجیه کولای شي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې بیا پوښتلې" اوس چې له مې مياشتې راهيسې د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او دا لړۍ به تر خپل ټاکلي وخت، يعنې د را روانې سېپټمبر مياشتې له ۱۱مې نېټې وړاندې بشپړه شي، نو بيا د تمې خلاف جګړه ولې چټکه شوې ده؟"

ورځپاڼه وړاندې لیکي:

که څه هم تېره پنجشنبه په مکه مکرمه کې د سعودي عربستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او کوربه هېواد ديني عالمان راټول شول او فتوا يې ورکړه چې په افغانستان کې دا جګړه ناروا ده او له پاکستانه هم څوک نه‌شي کولای چې د دې جګړې د روايت فتوا ورکړي، خو بيا هم طالبانو سرونه کښته اچولي او هېڅ پر دې او دې ته ورته د نورې اسلامي نړۍ د ديني عالمانو په فتواو سر نه خلاصوي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې زیاته شوې، له دې معلومېږي چې طالبان واک ته د رسېدو لپاره جګړه کوي، هغه واک چې د ورځپاڼې له قوله، دښمن یې اداره کوي.

ورځپاڼې په اخر کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکېکنزي هغه خبرداری را اخیستی چې د جګړې په دوام سره به ښايي بېرته خپل ځواکونه افغانستان ته وګرځوي.

دې ټولو ته په کتو سره هېواد ورځپاڼه پر طالبانو غږ کوي چې جګړه بنده کړي او د سولې له لارې سياست غوره کړي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې د پکتیا ولایت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وروستیو جګړو ته اشاره کړې چې له امله یې له تېرو درېیو اوونیو راهیسې د سختو جګړو له وېرې مرکز ګردېز او پکتیکا ولایت ته شااو خوا ۳۰۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو کډه شوي دي.

ورځپانې لیکلي، د جګړو له امله د نورو ولایتونو په څېردلته هم بې‌ځایه شوي کسان له ګڼو اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

سرمقاله کې وړاندې راغلي، د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې ډېری کورنۍ په جګړو کې ګېر پاتې چې اوسېدونکي یې د اور په لمبو کې سوځي، لارې او روغتیايي مرکزونه پرې تړل شوي او ویل کېږي، هلته ګڼ ناروغان د کرونا له امله په خپلو کورونو کې مړه شوي دي.

ورځپاڼې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او په دواړو لورو یې غږ کړی چې جګړه ودروي او د عامو خلکو ژوند ته پام وکړي.

XS
SM
MD
LG