د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

عمران خان: پاکستان د افغانستان پر وړاندې د څو لسیزو پالیسي بدله کړې


ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر غني
ارشیف، د پاکستان صدراعظم عمران خان او ولسمشر غني

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي چې د ده حکومت په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق د څو لسیزو پالیسي او په افغانستان کې د 'دوست' حکومت د لرلو تګلاره بدله کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت په راستولي خبرپاڼه کې د ښاغلي عمران خان په قول ویلي: "د افغانستان هر حکومت چې د خلکو له لوري غوره شوی وي او له پاکستان سره معامله کولی شي، پاکستان باید په افغانستان کې د انحصار هڅه ونه کړي."

عمران خان ویلي: "د پاکستان پخوانۍ پالیسي دا وه، کله چې وېره وه چې که په افغانستان کې د هند نفوذ زیات شي، بیا پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق غوښتنه کوله ځکه چې پاکستان نه غوښتل د دښمن افغانستان او هند ترمنځ چخڼي شي، نو دا د پخوانیو حکومتونو پالیسي وه. زما حکومت احساس کوي چې دا زړه پالیسي ده او نور نه چلېږي. موږ په افغانستان کې ستراتیژیک عمق نه غواړو."

د ښاغلي عمران خان په قول ویل شوي چې د افغانستان هر حکومت د خلکو له لوري غوره شوی
د ښاغلي عمران خان په قول ویل شوي چې د افغانستان هر حکومت د خلکو له لوري غوره شوی

د پاکستان د سفارت په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي: "پر پاکستان له اوږدې مودې راهیسې توردی چې طالبانو او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې، په ۱۹۹۶ کې یې واک ته د هغو له رسولو سره مرسته وکړه او حتي د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو پرضد په جګړه کې یې له هغو سره مرسته وکړه."

د پاکستان د سفارت خبرپاڼه زیاتوي، صدراعظم عمران خان وویل چې د افغانستان سوله د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ډېر تړاو لري چې د روغې جوړې لار هواره کړي او د نورو وینو بهیونو مخه ونیسي.

زلمي خلیلزاد په ځلونو پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او د افغانستان له حکومت سره د سولې په اړه خبرې وکړي، خو تراوسه پورې د ده هلو ځلو نتیجه نه ده ورکړې.

عمران خان اوس ستونزه دا ده چې امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو اعلان کړی او له دې سره طالبان داسې احساس کوي چې دوی جګړه ګټلې ده، نو چې دوی احساس کوي چې جګړه یې ګټلې، ګرانه ده چې د خبرو مېز ته حاضر شي او سیاسي روغه جوړه ومني.

XS
SM
MD
LG