د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

افغان جګړه؛ چارواکي: د طالبانو لیکو کې بهرني جنګیالي ان پاکستاني پوځیان هم شته


د پکتیا والي وايي د پاکستان پوځ هغه افسر چې د تخریبي فعالیتو لپاره د یاد هیواد پوځ او طالبانو له خوا را استول شوی و له نیولو وروسته رسنیو ته وښودل شو او اعتراف يې وکړ.
د پکتیا والي وايي د پاکستان پوځ هغه افسر چې د تخریبي فعالیتو لپاره د یاد هیواد پوځ او طالبانو له خوا را استول شوی و له نیولو وروسته رسنیو ته وښودل شو او اعتراف يې وکړ.

د افغان جګړې په لیکو کې د پاکستاني اتباعو په ځانګړي ډول نظامیانو شتون تایید شو، تازه د پکتیا ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د یو پاکستاني پوځي د نیولو خبر ورکوي.

د پکتیا والي حلیم فدايي پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې نیول شوی کس د پاکستان د پوځ افسر دی او د تخریبي فعالیتونو لپاره د طالبانو له خوا افغانستان ته رااستول شوی وو.

ښاغلي فدايي ویلي، دا کس عظیم نومیږي چې پلار او ماما يې هم د پاکستان په پوځ کې دنده لري.

نوموړي دا هم ویلي چې د پاکستان د پوځ دې نیول شوي افسر اعتراف کړی چې له یو نیم کال پوځي زده کړو وروسته افغانستان ته استول شوی او ورته ویل شوي و چې له ډیورنډ کرښې هاخوا نور افسران هم شته باید له طالبانو سره یو ځای وجنګېږي.

خو دا ښايي یواځینې پېښه نه وي.

له دې وړاندې د ننګرهار چارواکو په دې ولایت کې د جګړو پر مهال د یو شمېر پاکستاني اتباعو د وژل کېدو خبر ورکړی و او ویلي و چې جسدونه يې د سرې میاشتې په وسیله د تورخم له لارې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو ترڅنګ سلګونه بهرني وسله وال په ځانګړي ډول پاکستانیان د افغان ځواکونو پرضد جګړه کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي: "د طالبانو لیکو کې د بهرنیو تروریستانو په ځانګړي ډول د پاکستاني وسله والو موجودیت زیات دی، سترګې ترې نه شي پټېدای، په هره جبهه کې د طالبانو ترڅنګ بهرني تروریستان شته، د هېواد په شمال کې همدا اوس راپورونه موجود دی چې پاکستاني، عربي، چیچنايي او ازبیکي تروریستان د طالبانو په لیکو کې د افغانانو پر ضد جنګیږي."

خو دفاع وزارت په دې اړه جزییات نه ورکوي چې د کوم اسنادو پر بنسټ دوی دا خبره کوي.

څو ورځې وړاندې په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان هم په یوه خبري ناسته کې د افغانستان جګړه کې د برخې اخېستې په موخه له پاکستانه د اوښتونکو وسله والو په اړه خبرې کړې وې او ویلي و چې دوی په دې هم پوهېږي چې له افغانستانه بېرته په تابوتونو کې پاکستان ته د چا جسدونه ور وړل کېږي؟

په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان
په خېبرپښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان

تازه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم ویلي چې د طالبانو ډله لا هم له ځینو سیمه ییزو او نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکې لري.

ښاغلي اتمر چې تېره ورځ يې د امنیت شورا په انلاین غونډه کې خبرې کولې وویل، دوی یانې طالبانو له نړیوال ترورېزم سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.

نوموړي یو وار بیا طالبان القاعده ډلې ته په پناه ورکولو تورن کړل او ويې ویل چې دغې ډلې نورو سیمه ییزو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول لشکر طیبه، پاکستاني طالبانو، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبیکستان اسلامي غورځنګ ته هم پناه ورکړې ده.

خو وسله والو طالبانو د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي ډلو سره اړیکې رد کړي دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستانیانو په ګډون د هېڅ هېواد اتباع د دوی په لیکو کې نشته او یوازې افغان طالبان د حکومت پرضد جګړه کوي.

پاکستان هم له دې وړاندې د طالبانو په لیکو کې د خپلو اتباعو موجودیت رد کړی وو.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې اوس مهال په افغانستان کې جګړې تر بل هر وخت زور اخېستی او د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کېدو خبرونه ورکول کېږي.

د کندز ښار
د کندز ښار

په شمالي ولایت کندز کې د ازادي راډيو خبریال وايي، جګړه د دې ولایت د مرکز نږدې سیمو ته رسېدلې او د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

په کندهار کې بیا د سړک غاړې په ماین چاودنه کې ۵ ملکیان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې امنیتي ځواکونو د یوه ځان مرګې د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه شان د هلمند چارواکو د لسګونه وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي دي، هاخو د بدخشان ولایت سیمه ییز سرچینو تېره شپه د خاش ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی دی.

خو دفاع وزارت وايي چې افغان ځواکونه په شمال کې د پرمختګ په حال کې دي او له بېلابېلو ولایتونو د وسله والو طالبانو پر ضد د ولسي حرکتونو راپورونه هم ورکول کېږي.

پروان، ننګرهار، بلخ، فاریاب، سرپل، کندز، کندهار، بادغیس، بغلان، تخار او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د دفاع وزارت په وینا په وروستیو څو ورځو کې يې یو شمېر اوسېدونکو د وسله والو طالبانو پرضد وسلې راخیستي او د امنیتي ځواکونو تر څنګ يې د طالبانو پرضد د جګړې ژمنې کړي دي.

دفاع وزات ویلي، هغه کسان چې د امنیتي سرتیرو ترڅنګ د طالبانو پرضد په جګړه کې برخه اخلي دوی به ورته وسلې او مهمات برابر کړي.

خو وسله والو طالبان يې ولسي حرکتونه نه بلکې پخواني محلي پولیس یا د دوی په وینا اربکیان بولي او دعوه کوي چې افغان ولس د دې ډلې ترڅنګ ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG