د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

د اسراییل-فلسطین د اوربند په اړه امنیت شورا ته د فرانسې، مصر او اردن پرېکړه لیک


ارشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
ارشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا

فرانسې له مصر او اردن سره په همغږۍ امنیت شورا ته یو داسې پرېکړه لیک وړاندیز کړی چې د اسراییل او فلسطین ترمنځ د اوربند غوښتنه په کې شوې.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون سې شنبه (د غويي ۲۸مه) ناوخته یوه بیان کې ویلي چې د دوی ولسمشر ایمانویل مکرون، مصري سیال یې عبدالفتاح السیسي او د اردن پاچا ملک عبدالله پرهمداسې یوه پرېکړه لیک هوکړه کړې ده.

درې واړو هېوادونو په درېیو مسئلو هوکړه وکړه، لومړی د جګړې درېدل، دویم اوربند او درېیم هم دا چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید دا موضوع جدي تعقیب کړي.

مصر د اسراییل او فلسطین ترمنځ د غزې جګړې ته د پای ورکولو په هدف د نړیوالو هڅو مشري کوي.

د ملګروملتونو امنیت شورا تراوسه نه ده توانېدلې چې د اسراییلو او فلسطینیانو د تازه جګړې په اړه یو پرېکړه لیک صادر کړي.

فلسطیني چارواکو ویلي، د اسراییل په هوایي بریدونو کې ۲۱۷ تنه وژل شوي
فلسطیني چارواکو ویلي، د اسراییل په هوایي بریدونو کې ۲۱۷ تنه وژل شوي

د اسراییلو کلیدي متحد امریکا بیا له دې وړاندې په دې اړه د چین، ناروې او تونس له خوا وړاندیز شوې طرحې رد کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ جون خبریالانو ته ویلي، هېواد یې د اوربند د غوښتنې په برخه کې د فرانسې د وړاندیز ملاتړ کوي.

دا هڅې داسې مهال کېږي چې پرون هم د اسراییل او فلسطین ترمنځ د جګړې ډګر تود و، اسراییل پر غزې درنې بمبارۍ وکړې او حماس پر اسراییل توغندي وتوغول.

فلسطیني چارواکو ویلي، د اسراییل په هوایي بریدونو کې تراوسه د ۶۳ ماشومانو په ګډون ۲۱۷ تنه وژل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ جون
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر ژنګ جون

د حماس تر کنټرول لاندې سیمه کې اسراییلي بریدونو څه باندې ۱۴۰۰ تنه ټپیان کړي هم دي.

د اسراییل لوري ته د وژل شوېو کسانو شمېر ۱۲ ته لوړ شوی دی.

د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ تازه جګړه وروسته تردې ونښته چې د مې په لسمه اقصا جومات ته نژدې د مظاهره کوونکو او اسراییلي پولیسو له نښتې وروسته حماس پر اسراییل توغندیز برید وکړ.

د دوی تازه جګړه د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې خونړۍ بلل شوې ده.

XS
SM
MD
LG