اسد الله لودین (په انګرېزۍ کې: Asadullah Ludin) د ازادۍ راډیو په مرکزي دفتر کې چې د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی، د ازادي راډیو د خبریال په توګه دنده ترسره کوي.
پلازمېنه کابل کې د وچکالۍ خبرداریو د دغه ۷ میلیوني ښار اوسیدونکي اندیښمن کړي او دې برخه کې د چټکو ګامونو غوښتنه کوي. دا اندیښنې وروسته تر هغه زیاتې شوې چې یوې نړیوالې موسسې وویل، ۲۰۳۰ کال کې به کابل د نړۍ لومړنی عصري ښار وي چې اوبه به ونه لري کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه شاوخوا دیرش متره ښکته تللې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تهران اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره دغه ښار تخلیه کړي. ټرمپ پر خپلې ټولنیزې پاڼې ( سوشل تروټ) لیکلي، اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلې ته لاسرسی پيدا کړي. ده ویلي، ایران باید اټومي هوکړه لاسلیک کړې وای.
په کابل کې د انتاني روغتون مسولان وایي چې سږ کال د کانګو پیښې تېر کال ته په کتو لس تر پنځلس فیصدو پورې زیاتې شوې دي. دا ناروغي د یوې کنې په وسیله انسانانو او څارویو ته انتقالیږي چې که په وخت یې تشخیص او درملنه ونه شي، وژونکې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د روان میلادي کال ترپایه به د افغانستان د څه باندې زر روغتیایي مرکزونو له ډلې نیمایي هغه یې وتړل شي. په افغانستان کې د دوی استازي ویلي، دغه هېواد کې ټولټال ۱۰۶۸ روغتیایي مرکزونه فعال وو چې د کال له پيله یې شاوخوا درې سوه تړل شوي.
پاکستان له هغه هېواده د څه باندې درې میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. دې لړۍ کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې کابو ۸ لکه کډوال را ستانه کړای شوي او د پاته څه باندې دوه میلیونه نورو د ایستلو لړۍ روانه ده.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د نویو تعرفو وضع کېدو غبرګونونه پارولي دي. ټرمپ په یوه کمساري اقدام کې پرون چهارشنبه دغه هېواد ته د نړۍ د نژدې ټولو هېوادونو پر صادراتي توکې تعرفې ولګولې.
روسیې او اوکراین د دوی ترمنځ د اوربند تر وړاندیز څو ساعته وروسته تېره شپه یو پر بل هوایي بریدونه کړي دي.
په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته سلګونه کسانو خپلې مېنې پریښي او خوندي ځایونه تللي دي. ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تورخم کې لا هم وضعیت بشپړ نظامي دی او عامو خلکو ته دروازې ته د نژدې کېدو اجازه نه ورکول کیږي.
د اروپایي ټولنې د سرحدونو اداره وایي، تېر ۲۰۲۴ کال کې اروپا ته په ناقانونه لارو د کډوالو ورتګ ۳۸ سلنه کم شوی دی.
نور راوښيه