نوموړي نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال وويل چې له طالبانو سره يې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو پر مهال داسې احساس وکړ چې "هغوی سوله غواړي."
نوموړي زياته کړه: "دا چې دوی (طالبان) په کومو شرطونو سوله غواړي، دا یو څه هلته (په دوحه کې) او یو څه به نن (په استانبول کې) چې کومې خبرې کېږي، په هغو کې به څرګند شي.''
د خواجه اصف په وينا، "که د دوی شرایط زموږ لپاره ګټور وي، هوکړه به هرومرو کېږي.''
نوموړي دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي چې نن د ترکيې په استانبول ښار کې په افغانستان کې د طالبانو حکومتي او پاکستانيو چارواکو د دواړو هېوادونو ترمينځ په دوحه کې د اوربند د موافقې په تړاو دويمه ناسته پيل کړه.
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۸مه د قطر او ترکيې په مينځګړيتوب په دوحه کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمينځ د اوربند او سولې خبرې اترې پیل شوې چې وروسته د اکتوبر پر ۱۹مه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د تړون اعلاميه خپره کړه.
ټاکل شوې وه چې د اوربند د تړون په اړه به د نورو خبرو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ بله غونډه د اکتوبر له ۲۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د ترکيې په استانبول ښار کې کېږي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د اکتوبر پر ۲۴مه پر اېکس پاڼه ليکلي دي چې د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب په مشرۍ پلاوی به په استانبول کې له پاکستاني لوري سره خبرې کوي.
نوموړي زياته کړې چې د استانبول په ناسته کې به "د باقي پاتې مسلو په اړه خبرې اترې کېږي" خو نور تفصيل يې نه دی شريک کړی.