د کابل د کارته نو سیمې اوسېدونکی سید عمر وايي " هیله ده چې هندوستان افغانانو ته ژر ویزې هم شروع کړي. " دی زیاتوي چې پلار یې د پښتورګو ناروغي لري، او له تیر یو کال راهیسې یې د ډاکټرانو په سپارښتنه پاکستان ته بیايي او راولي خو په خبره یې تګ، راتګ کې د ویزې او ډیر ځله د لارو د بندیدو له امله جدي ستونزې سره مخ دی.
سید عمر جمعه د اکتوبر ۲۴ مه ازادي راډیو سره خبرو کې د هند له حکومت وغوښتل چې په افغانستان کې افغانانو ته بېرته د ویزو ورکول پیل کړي:
" زما پلار ناروغه دی، پاکستان ته یې تدواۍ ته بیایم، خو هر وخت لارې تړلې وي یا بله لانجه وي، نو که هندوستان ویزې شروع کړي خلک به خپل ناروغان هلته درملنې ته بیايي."
مخکې یو شمیر نړیوالو سازمانونو ویلي وو چې د افغانستان روغتیايي سیستم چې د لسیزو جګړو له امله کمزوری شوی اوس دغه هیواد سره د مرستو د کمېدو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی خو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ادعا کړې وه چې دوی دا سیستم له پاشل کېدو ژغورلی دی.
احمد خالد بیا هغه افغان محصل دی چې د هند په پلازمینه نوي ډهلي کې ترې لوړې زده کړې په دوهم کال کې نېمګړی پاتې دي.
د پلازمینې کابل دا اوسېدونکی هم د هند له حکومت ورته غوښتنه لري:
" زه ډیر خوشاله یم چې د هند دولت په افغانستان کې خپل سفارت پرانیستو، هیله من یم چې دوی محصلینو ته د ویزو اسنتیاوې برابرې کړي، خصوصا زمونږ په شان محصلینو ته چې دوه کاله مو هلته درس ویلی او دوه کاله نور مو پاتې دي، نو هیله من یم چې دا ویزې او اسانتیاوې ژر برابرې شي، تر څو مونږ وکولای شو خپلې زده کړې هلته بشپړې کړو. "
دا غوښتنې داسې مهال دي چې تازه د هند د بهرنیو چارو وزارت هغه هیواد ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي تر سفر ورسته، درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې افغانستان کې یې خپل "تخنیکي ماموریت" د سفارت تر کچې لوړ کړی دی.
په دې اړه د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي وو چې دا پرېکړه به سمدستي عملي شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی وو چې د هند سفارت به په راتلونکي کې د افغانستان په بیا رغونه، بشري مرستو او د ظرفیت جوړونې پروګرامونو کې د افغان ولس د لومړیتوبونو او هیلو پر بنسټ پراخ رول ولوبوي خو افغانانو ته د ویزو بهیر د بیا پیل په اړه په کې څه نه وو راغلي.
خو امیر متقي هلته د هند له حکومت غوښتي وو چې سوداګرو ته د ویزو په برابرو کې اسانتیاوې رامنځه کړي.
یو شمر هندي رسنیو له دې ډلې " د هندو" ورځپاڼې د روان زېږدیز کال د مې په ۲۵ مه د هندي چارواکو په حواله خبر ورکړی وو چې افغانان په ځانګړي ډول پانګه وال، هنرمندان، ناروغان، ورزشکاران او محصلین کولای شي د هند د ویزې غوښتنه وکړي.
که څه هم د هندوستان حکومت هغه مهال په دې ډول رسمي څه نه وو ویلي خو له افغانستان بهر یو شمیر افغانانو چې هند ته یې د انلاین ویزو غوښتنه کړې وه او کوم ځواب یې نه و ترلاسه کړی هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو، دوی داسې ایمیلونه ترلاسه کړی چې په کې ورته لارښوونه شوې، چې کولای شي بیاځلي د انلاین ویزې غوښتنه وکړي.
د یادونې ده چې نوي ډهلي په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته نه یوازې افغانانو ته د ویزو ورکول بند کړل بلکې د صادرو شویو ویزو د لغوه کېدو اعلان یې هم وکړو، چې په دې توګه ډیری افغانان په ځانګړي ډول ناروغان او محصلان یې اغیزمن کړل.
په راپور کې مرکه شوي افغان ناروغ لرونکي او محصلان داسې مهال دوی ته د هند د ویزو د بیا پیل غوښتنه کوي چې پاکستان سره د طالبانو حکومت د اړیکو تر ترینګلتیا ورسته هغه هیواد خپلې ټولې ځمکنۍ لارې د هر ډول تګ راتګ ان د ناروغانو پر مخ هم تړلې دي.
ورسره افغان مسافر شکایت کوي چې هغه هیواد ته د سفر لپاره د الوتکو د ټکټونه بیې هم لوړې شوي او د پاکستان ویزه هم اوس په اسانۍ نه ورکول کېږي او اخیستلو ته یې کمیشنکاران سلګونه ډالر اخلي چې دوی یې وس نه لري.