د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

اسراییلي پوځ پر غزې درنه بمباري کړې ۱۳ فلسطینیان یې وژلي


غزه
غزه

پر غزې د جمعې په ورځ هوایي بریدونو کې د اسراییل ۱۶۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې وه. د اسراییل له خوا د دغو بریدونو هدف د هغه تونل له منځه وړل ښودل شوي چې د حماس سخت دریځو په کې تګ را تګ کاوه او توغندي یې لېږدول.

د فلسطین روغتیایي چارواکي وایي، په وژل شوېو ۱۳ کسانو کې یوه مور او درې ماشومان یې هم شامل دي.

د جمعې په ورځ د اسراییل پر جنوب حماس سخت دریځې ډلې توغندي وویشتل.

د راپورونو له مخې دا له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې په غزه کې د اسراییل او حماس تر ټولو توده جګړه ده.

د دواړو لوریو ترمنځ اوربند ته نړیوالې هڅې هم پراخې شوي دي او مصر د دغو هڅو مشري پرغاړه لري.

بل لورته پرون د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسراییل له صدر اعظم بینیامین نتانیاهو سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې په سیمه کې سولې ته وګرځي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسراییل له صدر اعظم بینیامین نتانیاهو نه وغوښتل چې په سیمه کې سولې ته وګرځي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسراییل له صدر اعظم بینیامین نتانیاهو نه وغوښتل چې په سیمه کې سولې ته وګرځي.

د حماس ډلې چې پر غزې کنټرول لري له تېرې دوشنبې راهیسې د اسراییل پر ښارونو توغندیز بریدونه پيل کړي.

دوی دا بریدونه وروسته تردې پېل کړل چې اسراییلي پولیس بیت المقدس کې اقصا جومات ته نژدې له فلسطیني مظاهره چیانو سره ونښتل.

اوس پولیس او اعتراض کوونکي پر خپلو ځایونو پاتې دي، خو د اسراییل پوځ او حماس ډله سره په شخړه کې لویدلي.

له تېرې دوشنبې راهیسې د روغتیایي چارواکو په وینا د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۱۲۲ تنه وژل شوي چې ۳۱تنه یې ماشومان او ۲۰ تنه یې ښځې دي.

د اسراییل بریدونو کې د ۹۰۰ کسانو د ټپي کېدو خبره هم شوې ده.

د اسراییل چارواکو ویلي، د غزې له خوا بریدونو کې هم ۸ تنه وژل شوي چې ۶ یې ملکیان دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې ویلي، غزه کې څه باندې ۲۰۰ کورونه ویجاړ شوي او دا مهال سلګونه کسان په خیمو او ښونځیو کې په بد حالت کې ژوند کوي.

اسراییل د خپلو خلکو د دفاع خبره کړې او ویلي یې دي، بریدونه نور هم ډېروي.

XS
SM
MD
LG