د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۳۰

ترکیه کې د طالب او پاکستاني چارواکو غونډه روانه ده، بحثونه یې لا نه دي رسنیز شوي


ارشیف
ارشیف

د طالب او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو او د دوحې له ناستې او هوکړې وروسته نن ترکیه د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو کوربنه ده. د دې ناستې نېټه د دوحې د ناستې پرمهال ټاکل شوې وه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون جمعه د اکتوبر ۲۴ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي د کورنیو چارو وزارت د مرستیال حاجي نجیب په مشرۍ یو پلاوی په دې ناسته کې د ګډون په هدف استانبول ته رسېدلی دی.

یو شمېر پاکستاني خبریالانو د سرچینو له قوله ویلي چې د پاکستان له اړخه په دې ناسته کې د ګډون په هدف د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی ترکیې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې ناسته کې له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې د دوحې د هوکړې په تعقیب او د باقي پاتې مسلو په اړه خبرې اترې کیږي، خو نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویاند طاهر حسین اندرابي بیا پرون جمعه د اکتوبر ۲۴ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل تمه ده چې په دغه غونډه کې د ستونزو د هواري په اړه پر یوه ثابت میکانیزم سلا وشي.

نوموړي ویلي په استانبول کې د څارنې د یو ټینګ تصدیق وړ میکانیزم د جوړېدو تمه لري تر څو د ترهګرۍ هغه ګواښ له منځه یوسي چې د افغانستان له خاوري پاکستان ته متوجه دي.

د افغانستان له خاورې پاکستان ته ورپېښ ګواښ هغه تور دی چې دا هیواد یې همیش په طالبانو پورې کوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ادعاوې په وار وار رد کړي او ویلي یې دي چې ترهګري د پاکستان کورنۍ مسله ده چې باید په خپل کور یې ختمه کړي.

په همدې حال د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو په وزارت کې یو شمېر سرچینو د نوم د نه ښودلو او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې د ترکیې ناسته درې ورځې دوام کوي او دا چې د دواړو هیوادونو تخنیکي ډلې به د اوربند په غځولو، امنیتي همکاریو ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او له پاکستانه د افغان کډوالو په ستنېدو خبرې وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان دې ناستې ته په اشارې هیله لري چې داسې هوکړې باید وشي چې لږ ترلږه د عملي کېدو وړ وي.

دوی وايي د دوحې له ناستې وروسته یې تمه لرله چې د دواړو لوریو ترمنځ بندې دروازې به خلاصي شي چې لا هم تړلي دي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې د نوم د نه ښودولو په شرط ازادي راډيو ته وویل دغه راز باید د ناستې ټول جزیات له ولس سره شریک شي او پټې هوکړې ونه شي.''که چېرې د هوکړې پټ ضمایم موجود وي، خو دا د ولس د خیر په ځای یو بل ناورین رامنځته کوي،ځکه موږ او تاسو ګورو همدا اوس ټولې لارې بندي دي، سوداګري بنده ده، خوراکي توکو بیې لوړي شوي دي، نو دا ډېره مهمه ده چې لارې خلاصې شي او دواړه لوري یو داسې تفاهم ته سره ورسیږي چې له امله یې ستونزې پای ومومي. ''

د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل: '' په دوحه کې یې وویل چې ټول شیان په ښه شکل مخته لاړل خو نه لارې خلاصې شوې او نه هم سوله او ثبات راغی، د خلکو ستونزې هماغسې ستونزې پاتې شوې، دا ځل باید هر څه له ولس سره شریک شي نه باید د دروازو تر شاه پټې معاملې وشي. ''

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته له هغې ترینګلې او وروسته په وسله والو نښتو بدلې شوې چې پاکستان په کابل او پکتیکا کې هوايي حملې وکړې چې له امله یې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله واوخته.

له هغې وروسته د روانې اکتوبر په یولسمه طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو حملې وکړې او وې ویل چې د دوی دا بریدونه انتقامي دي.

په دې نښتو کې دواړو لوریو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاوې هم شوي دي.

دغه راز ګڼ شمېر ملکیانو ته هم په کې مرګ ژوبله واوښته خو د اکتوبر په اتلسمه د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې له خبرو اترو وروسته په سم لاسي اوربند هوکړه او پرېکړه وشوه چې په دې اړه به راتلونکې ناسته د همدې دواړو هیوادونو په منځګړیتوب د ترکیې په استانبول کې ترسره کیږي.


XS
SM
MD
LG