د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

د اسراییل-فلسطینیانو جګړه ۲مې اوونۍ ته وغځېده؛ د پای نښې یې نه لیدل کېږي


په فلسطین کې روغتیایي سرچینو ویلي، د اوسني جنګ قربانیان له ۲۰۰ زیات شوي دي
په فلسطین کې روغتیایي سرچینو ویلي، د اوسني جنګ قربانیان له ۲۰۰ زیات شوي دي

د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د پيل شوې جګړې پای ته رسېدو ته نړیوالې هڅې تراوسه بې پایلې پاتې دي.

تېره شپه هم پرغزې د اسراییلو هوایي بریدونه په شدت سره روان و. بل لور ته حماس ډلې د تېرو ورځو په څېر پر اسراییل توغندیز بریدونه جاري ساتلي و.

  • د امریکا غبرګون

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې د ډنمارک په سفر بوخت دی، پرون دوشنبه (د غويي ۲۷مه) وویل، دغه کړکېچ کې باید دواړه لوري د ملکیانو ساتنې ته هرډول هڅې وکړي: "موږ له دواړو خواوو سره په زغرده کار کوو چې دا کړکېچ پای ته ورسېږي، ولسمشر بایډن له صدراعظم نتانیاهو او ولسمشرعباس سره په اړیکه کې دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د پرون ورځې په ترڅ کې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې پر غزه شوي یوه برید کې یې د اسلامي جهادي ډلې یو لوړ پوړی غړی عصام ابو هربید وژلی دی.

د راپورونو له مخې دغه قوماندان د غزې ښار په شمال کې د وسله والو ډلو مشري پر غاړه درلوده.

د اسرایيل پوځ پرون دوشنبه دغه راز وویل چې الوتکو یې غزې تراړه په شدت سره بمبار کړې چې پایله کې یې تر ځمکې لاندې ۱۵ کیلومتره تونل نړولی او د حماس ډلې د ۹ قوماندانانو کورونه یې ویجاړ کړي دي.

اسراییل وایي، حماس ډلې دغه تونل کې توغندي لېږدول او پر اسراییل یې توغول.

په فلسطین کې روغتیایي سرچینو ویلي، د اوسني جنګ قربانیان له ۲۰۰ زیات شوي دي.

د اسراییل لور ته هم د ۱۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکول شوي دي.

  • د جرمني غبرګون

په نړیوال غبرګونونو کې د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل که څه هم له اسراییل سره پیوستون اعلان کړی دی، خو هیله یې ښودلې چې جګړه ژر تر ژره پای ومومي.

مېرکل هیله ښودلې چې جګړه ژر تر ژره پای ومومي.
مېرکل هیله ښودلې چې جګړه ژر تر ژره پای ومومي.
  • د روسیې غبرګون

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پر اسراییلي ښارګوټو او غزه کې پر ملکیانو راکټي بریدونه غندلي دي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو بیا خبرداری ورکړی چې بریدونه به په شدت سره دوام وکړي او هېواد یې غواړي حماس ډلې ته ډېر زیان واړوي.

حماس تېره دوشنبه له هغه وروسته پر اسراییل بریدونه پيل کړل چې اقصا جومات ته نژدې اسراییلي پولیس له فلسطیني مظاهره کوونکو سره ونښتل.

له همدې وروسته دواړو لوریو ته پوځیان یو بل ته په ماشه شول او جګړه یې تراوسه توده روانه ده.

XS
SM
MD
LG