نړیوال بانک "له ناورین وروسته د زیانونو نړیوال چټک اټکل (GRADE)" په نوم خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۴مه) یې په خپله رسمي ویب پاڼه خپور کړی، ویلي چې د استوګنې ودانۍ تر ټولو ډېرې زیانمنې شوې دي، چې ارزښت یې ۶۴.۱ میلیون ډالرو ته رسېږي او دا د ټولو زیانونو ۳۵ سلنه جوړوي.
په دې ۵۱ مخیز راپور کې راغلي چې غیر استوګنیزې ودانۍ ۴۵.۵ میلیونه ډالره، کرنیز سکتور ۴۰.۳ میلیونه ډالره، او بنسټیز جوړښتونه ۳۲.۷ میلیونه ډالره زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، کونړ او ننګرهار ولایتونو تر ټولو زیات زیان لیدلی او د ټولو زیانونو ۹۷ سلنه پکې شامل دي.
نړیوال بانک دا زلزله له ۱۹۹۸ کال را وروسته د افغانستان له تر ټولو وژونکو طبیعي پېښو څخه یوه بللې او ویلي یې دي چې په دې ناورین کې له ۵ لکو تر ۱.۳ میلیونه پورې کسان سخت اغېزمن شوي دي.
په کونړ ولایت کې یو شمیر زلزله خپلي چې کورونه یې زلزلې په بشپړه ډول ویجاړ کړي، وايي ژمی را نږدې دی خیمو کې ژوند سخت او دوی د خپلو کورونو بیا رغونې لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د کونړ ولایت د څوکي ولسوالۍ د دیوهګل درې اوسېدونکي حاجي مدیر، د جمعې په ورځ (د اکتوبر ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل:
زموږ کورونه په بشپړ ډول وران شوي، موږ لا هم په خېمو کې ژوند کوو. تر اوسه مو هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې چې بیا خپل کورونه ورغوو. د باران او واورې په موسم کې په خېمو کې پاتې کېدل ډېر ستونزمن دي.د څوکۍ اوسیدونکی حاجي مدیر
د څوکي ولسوالۍ د چلس د سیمې یو مشرقدیر هم ورته شکایت لري:
«په دې سیمه کې هېڅ روغ کور نه دی پاتې چې خلک په کې ژوند وکړي. یوه میاشت وروسته به واورې پیل شي، او په دې خېمو کې ژوند ناشونی دی. باید یا زموږ کورونه ورغول شي، یا موږ ته بدیل استوګنځای برابر شي.»
د نړیوال بانک په راپور کې د افغانستان لپاره د دغه بانک د دفتر د مشر فارس حداد زروس له قوله ویل شوي: "زموږ لومړیتوب دا دی چې له خپلو شریکانو سره نږدې همکاري ولرو څو د بیړني غبرګون، بیا رغونې او د اوږدمهاله مقاومت د پیاوړتیا ملاتړ وکړو."
دغه راپور زیاتوي، هغه ستونزې چې افغانستان له پخوا ورسره مخ دی لکه روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، بازارونو ته د لاسرسي په برخه ستونزې، جنسیتي نابرابري، جګړې، او د اوبو، حفظالصحې او روغتیا کمزوري سیستمونه د زلزلې فزیکي اغېزې یې لا پسې زیاتې کړې او د بیا رغونې بهیر یې پڅ کړی دی.
د یادونې ده چې د اګست د ۳۱مې زلزلې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کنړ او ننګرهار کې، زرګونه کورونه وران کړي او ډېری اوسېدونکي یې بې کوره کړي دي.
د رسمي شمیرو له مخې، په دې مرګونې زلزله کې له ۲۲۰۰ زیات کسان مړه شوي او نږدې ۴۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.