د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: طالبان هڅوو څو د سولې پروسه کې ښکېل پاتې شي


ارشیف، د پاکستان د بهرنیو  چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو د دفتر سیاسي مشر ملابرادر
ارشیف، د پاکستان د بهرنیو  چارو وزیر شاه محمود قریشي او د طالبانو د دفتر سیاسي مشر ملابرادر

پاکستان چي پر طالبانو له اصلي نفوذ لرونکو هېوادونو بلل کېږي تازه بیا د سولې پروسې لپاره د همکارۍ ډاډ ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ تل د لوژستیکي مسایلو په خاطر ممکنه وي، خو اوس چې د ده په خبره طالبانو د بهرنیو ځواکونو د ایستلو هدف تر ډېره ترلاسه کړی، ښه ده چې نرمښت ښکاره کړي.

هغه له رویټرز اژانس سره دوشنبه(د وري ۳۰مه) په یوه مرکه کې ویلي، طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي، خو پاکستان څومره چې وس رسېږي هڅه به وکړي دا ډله قانع کړي چې د ملي ګټو په خاطر (د افغان سولې په پروسه) کې ښکېل پاتې شي.

قریشي وايي، طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي
قریشي وايي، طالبان خپلې پرېکړې په خپله کوي

طالبانو وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ځنډ د بهرنیو ځواکونو وتل اعلان کړل په یوه اعلامیه کې یې وویل، څو چې بهرني ځواکونه نه وي وتلي په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

د امریکا د نوې پرېکړې پر اساس له افغانستانه د پاتې بهرنیو ځواکونو وتل د مې په لومړۍ نېټه پيل او د سېپټمبر تر ۱۱مې بشپړیږي.

پاکستان داسې وخت د افغان سولې په پروسه کې د طالبانو د ښکېل ساتلو ژمنه کړې چې همدا شنبه ( د اپرېل څلورویشتمه) په ترکیه کې د افغانستان د سولې په اړه یوه نړیواله غونډه پلان شوې.

تازه د افغانستان جمهور رئیس په لږ تر لږه دوو وروستیو ویناو وکې پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان د ورانولو او ابادولو تر منځ یو انتخاب وکړي.

د راپورونو پر اساس هڅې روانې دي چې طالبان په غونډو کې د نه ګډون له پرېکړې را وګرځول شي او د استانبول غونډه کې چې امریکا او ټولو ښکېلو هېوادونو د افغانستان لپاره حیاتي بللې دا ډله ګډون ته وهڅول شي.

د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهور رئیس خاص استازي محمد عمر داوودزي دوشنبه (د وري ۳۰مه) ماښام ازادي راډیو ته وویل، ښه ده چې طالبان د افغانانو او نړیوالو غږ واوري.

د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهور رئیس خاص استازی محمد عمر داوودزی
د پاکستان لپاره د افغانستان د جمهور رئیس خاص استازی محمد عمر داوودزی

نوموړي وویل: "د طالبانو څخه د افغانستان د خلکو هم دا هیله ده د مختلفو اقشارو او د نړۍ او سیمې هم هیله ده چې دوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. دا فُرصتونه دي چې که د دوی اشتراک په کې ونه شي بیا دا له لاسه ځي. امریکا هم له طالبانو سره په جریان کې ده تشویقوي یې چې ګډون وکړي. د قطر دولت هم ورسره په جریان کې دی. او پاکستانیانو هم ماته وویل چې دوی هم کوښښ کوي، لګیا دي چې طالبانو ته قناعت ورکړي چې دوی اشتراک وکړي."

ښاغلي داوودزي دا احتمال هم رد نه کړ چې د ترکیې غونډه دې لږ په ځنډ جوړه شي.

طالبانو له خپلې مفصلې اعلامیې پرته چې د امریکا د اعلان په غبرګون یې خپره کړې وه په رسمي ډول د ترکیې او یا ورته نورو غونډو کې د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.

د دې ډلې ویاند د ازادي راډیو دا پوښتنه بیا بې ځوابه پاتې کړه چې طالبان بلآخره د ترکیې په غونډه کې ګډون کوي که څنګه؟

XS
SM
MD
LG