د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

اشرف غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر سره پر سولې پروسې او استانبول کنفرانس خبرې وکړې


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره‌يې د سولې پر پروسه، د ترکیې پر راتلونکي کنفرانس او د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د ده د راتلونکو ټیلیفوني خبرو په اړه د نظر تبادله وکړه.

ولسمشر اشرف غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له بلېنکن سره‌یې نن خبرې کړي.

افغان حکومت په ترکیه کې د سولې اړوند کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی، خو طالبانو پرون وویل چې د اپرېل په ۱۶مه چې ټاکل شوې وه دا غونډه جوړه شي، دوی د ګډون چمتووالی نه‌لري.

د ترکيې رسنیو نن راپور ورکړ چې د افغانستان د سولې کنفرانس چې ټاکل شوې وه، د اپرېل په ۱۶مه په استانبول کې جوړ شي، د اپرېل ۲۶مې ته ځنډول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له ترکیې غوښتي و چې د افغانستان د سولې په اړه دې دا کنفرانس جوړ کړي چې په ځواب کې يې ترکیې د دې کنفرانس کوربه‌توب اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغانستان او ځینو نورو مسئلو په اړه د خبرو لپاره نن د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته تللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا دفاع وزیر لوید استین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا دفاع وزیر لوید استین

په بروکسل کې د امریکا له ناټو متحدانو سره په خبرو کې به د امریکا دفاع وزیر لوید استین هم وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د فبرورۍ میاشتې د موافقې له مخې امریکا باید له افغانستانه خپل پاته شااوخوا دوه‌نیم زره ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې وباسي او په بدل کې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.

د امریکا ولسمشر تر اوسه پورې د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د پاتې پوځیانو د ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.

بلېنکن او استین تر دې ضرب‌الاجل یوازې یو څو اوونۍ مخکې په بروکسل کې یو ځل بیا له خپلو ناټو متحدانو سره ویني.

افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د دغه هېواد دفاع وزیر لیدنه
افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د دغه هېواد دفاع وزیر لیدنه

د اروپايي او یورواېشیا چارو سرپرست مرستیال رئیس فليپ ریکر رسنیو ته ویلي چې په دغو غونډو کې به د تیرې میاشتې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته د افغانستان پر موضوع تعقیبي خبرو ته فرصت برابر شي.

په مارچ میاشت کې د ناټو متحدانو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بلېنکن ویلي و چې امریکا غواړي له ناټو متحدانو واوري او له هغوی سره سلا مشوره وکړي او په مناسب وخت کې په ګډه له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG