د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

غني: که د سولې اړوند طرحې له هر ادرسه راوړل کېږي بېړه دې په کې نه کېږي


ولسمشر غني
ولسمشر غني

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کوهدامن شورا یوې ولسي ناستې ته په یو ویډیويي پیغام کې نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، حکومت له جګړې څخه سولې ته د تګ لپاره خپله روښانه طرحه لري او د سولې اړوند طرحو کې باید بېړه ونه شي.

هغه وايي، افغانان د دې ظرفیت لري چې د سولې لپاره خپلې طرحې جوړې کړي: " زموږ طرحه له جګړې څخه د یوې تل پاتې سولې په لور تګ ته روښانه ده، هر هغه طرحه که له بېرونه مطرح کېږي، موږ خپله دننه دومره ظرفیت لرو چې هر اړخیزې طرحې وړاندې کړو، سوله زموږ، طالبانو او د نړېوالې ټولنې ترمنځ د خبرو مهم اړخ ده. پرته له دې چې په دوامداره او ګټوره توګه موږ یوې پایله ته ونه رسېږو، څوک دې وارخطايي نه کوي."

افغان جمهور رئیس همدا راز وايي، حکومت د سولې د راوستلو لپاره خپله اراده او ښه نیت ښودلی.

نوموړی په ټینګار سره وايي، حاضر دی د یوې تل پاتې او هر اړخیزې سولې لپاره د خپل د واک موده کمه کړي.

جمهور رئیس وايي، انتخابات د راتلونکي حکومت د واکدارانو په ټاکل کېدو کې یو اساسي شرط دی او همدغه ټاکنې بیا هغه حکومت ته مشروعیت ورکولی شي.

ښاغلي غني دا خبره یو ځل بیا تکرار کړه چې راتلونکي انتخاباتو کې بیا ځلي د واک ترلاسه کولو لپاره نه کاندیدیږي.

د افغانستان جمهور رئیس وايي، تېرو ۴۲کلونو کې د سولې لپاره تر بل هر وخت څخه زیات دننه په هېواد کې د سولې اړوند ملي اجماع رامنځته شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح بیا د غونډې ته وویل، طالبان باید روانه افغان وژنه ودروي.

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح
د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

هغه وویل، که بیا ځلي د ښه نیت معلومولو لپاره د نور طالب بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه کېږي دا د منلو وړ نه ده:​ " زه له تاسو سره په یوه برخه کې ژمنه کوم او ژمنه هم د دې لپاره کوم چې ستاسو اولادونه د دې وطن په ګوټ-ګوټ کې د دې خاورې د ساتنې لپاره پوځي جامې په ځان کړي، موږ بیا هغه اشتباه نه تکرار و، موږ د طالبانو د بیا معلومو لپاره هېڅکله هم بندیان د ښه نیت په هدف نه خوشې کوو، هوښیار سړی هېڅ کله هم له یو سوري څخه دوه ځلي ځپل ځان د مار چیچلو ته نه ورکوي."

ښاغلی صالح وايي، له طالبانو سره به د سولې د راوستلو لپاره مذاکرات دوام ولري او هېڅ کله هم جمهوریت ماتې نه ده خوړلې.

طالبانو لا تر اوسه د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې دننه په افغانستان د ترکیې ناستې لپاره د بېلابېلو طرحو په جوړېدو بحثونه روان دی.

د استانبول ناسته د ښاغلي صالح په وینا ممکمن د دې اوونۍ تر پایه په ترکیه کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG