د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

خلیلزاد غني او عبدالله سره پر سولې او د ترکیې پر غونډې غږېدلی


جمهوررئیس غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل
جمهوررئیس غني له ډاکتر زلمي خلیلزاد سره وکتل

په داسې حال کې چې د افعان سولې په اړه په ترکیه کې جوړېدونکي ناستې ته له یوې اوونۍ کمه موده پاتې ده، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او د افغان حکومت له مشرانو سره یې لیدلي دي.

د جمهور رئیس مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، جمهور رئیس محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد د سولې د تازه پرمختګونو او ترکیې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

د جمهور رئیس مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل
د جمهور رئیس مرستیالې ویاندې فاطمې مورچل

نوموړې وویل: "نن له غرمې مخکې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل. دواړو لورو د سولې د بهېر پرمختګ او په ترکیه کې د جوړېدونکي ناستې د تیاریو په اړه خبرې وکړې."

ښاغلي خلیلزاد همداشان د ملي مصاحلې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په ګډون له ځینو سیاسي څېرو سره هم لیدلي دي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، دې لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد د سولې له هوکړې وروسته له افغانستان سره د امریکا مرستو ډاډ ورکړ او ترکیې ناستې له واحدې طرحې ملاتړ وکړ.

نوموړي وویل: "د امریکا له اړخه له هغې واحدې طرحې چې د ملي مصالحې عالي شورا تر چتر لاندې ایجادېږي ملاتړ وکړ او تمه یې درلوده چې د دولت پلاوی په د استانبول په ناسته کې له واحدې طرحې سره ګډون وکړي، د ملي مصالحې عالي شورا رئیس نوموړي ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د دولت پلاوی د ترکیې په ناسته کې له واحدې پلاوي او طرحې سره ګډون کوي."

د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون
د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون

خلیلزاد داسې مهال کابل ته سفر کوي چې اټکل شوي و، نن د مصالحې عالي شورا د طرحو د توحید لپاره د ځانګړې شوې کمېټې له خوا وروستۍ طرحه د حکومت مشر تابه ته وړاندې شي، خو د ملي مصالحې په عالي شورا کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، نن د نظرونو د دقیقې راټولونې لپاره وروستۍ ناسته ونه شوه، نو ځکه د سولې طرحې مسوده به سبا بشپړه او د مصالحې عالي شورا رهبرۍ کمېټې ته وسپارل شي، څو د حکومت مشرتابه سره یې شریکه کړې.

له دې وړاندې د مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته ویلي و چې د ترکیې ناستې لپاره د جمهور رئیس طرحه هم دوی ته رسېدلې ده.

د سولې مصالحې عالي شوره یاده طرحه په ترکیه کې د افغان سولې لپاره جوړېدونکي ناسته کې د جمهوریت په استازولۍ وړاندې کوي.

په دې طرحه کې په ټولیزه توګه، د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنیادي او اساسي حقونو، د بشرحقونو، د یو شخص له لوري د یوې رایې پر کارونې، په نظام کې د ټولو په عادلانه او معناداره حضور، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو برخه کې د سیمې او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.

خو تر اوسه پورې د ترکیې په ناسته کې د طالبانو د چمتووالي په اړه هم رسمي څه نشته.

خو قطر کې د طالبانو ځینوسرچینو ازادي راډیو ته ویلي، د دغې ناستې په اړه د طالب مشرانو ترمنځ سلامشورې روانې دي.

XS
SM
MD
LG