د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۶

مسیر: د امریکايي ځواکونو وتل چې ځیني یې ګواښ ګڼي، یو فرصت هم دی


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان پر وضعیت، د استانبول ناستې د جوړېدا او د سولې د مبهم وضعیت په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر لیکلي، د امریکايي ځواکونو وتل چې ځیني یې ګواښ ګڼي، یو فرصت هم دی، ځکه چې د جګړې اصلي لامل ختمېږي او دواړه لوري به بیا د خپلې جګړې د توجیه لپاره دلایل ونه‌لري.

د لیکوال په باور، که له سپټمبر وروسته هم جګړه دوام کوي، نو بیا دا له کورنۍ جګړې پرته بل هېڅ نوم نه‌خپلوي او د جګړې یو اړخ هم ځان له ملامتیا نه‌شي ژغورلی، نو پر دې بنسټ له اوسني فرصت څخه باید استفاده وشي او د جګړې د پای لپاره بنسټیز ګامونه واخیستل شي.

په سرمقاله کې یادونه شوې، تر ټولو مهمه دا ده چې یو اړخ هم باید فکر ونه‌کړي چې دوی ګټونکي دي او هر څه باید په زور او جګړه ونه‌کړي، ځکه چې همدا ذهنیت د سولې مخه نیسي او جګړه غځوي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، تر سپټمبر پورې چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي، نو د افغاني لورو مسؤلیت هم زیاتېږي، ځکه چې بیا د پړې ګوته بهرنیانو ته نه، بلکې ښکېلو افغان لورو ته نیول کېږي، نو لازمه ده چې د سولې لپاره مسؤلانه او پر وخت هڅې وشي.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، د استانبول په تاریخي ناسته کې د طالبانو د نه‌ګډون پرېکړه د افغانانانو د تمې خلاف کار دی او د افغانستان د سولې او ثبات یو تاریخي فرصت ضایع کوي.

په سرمقاله کې راغلي، د استانبول په ناسته کې د طالبانو او افغان دولت د استازو ګډون شرط دی، که څه هم افغان دولت په ناسته کې د ګډون اعلان کړی، خو لا تر اوسه‌یې ورته طرحه او په ناسته کې د ګډون پلاوي نوملړ نه‌دی وروستی کړی، خو طالبانو بیا په صراحت ویلي، تر هغې چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې وي په هېڅ غونډه کې ګډون نه‌کوي.

د لیکوال په باور ملګري ملتونه، ترکیه، امریکا او قطر تازه هڅه کوي چې طالبان په ناسته کې ګډون ته وهڅوي، خو په ناسته کې به د طالبانو ګډون ستونزمن وي، ځکه دوی د بریا خبرې کوي. د لیکوال په اند وضعیت ته په کتو د استانبول ناستې د جوړېدا وضعیت مبهم او په ټاکلي وخت یعنې د اپرېل په ۲۴مه جوړېدا ته چندانې تمه نه‌شته.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په راروان سپټمبر میاشت کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتو په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي، ځیني یې اندېښمن کړي، خو ځیني نور یې بیا د سولې لپاره یو فرصت ګڼي.

په سرمقاله کې راغلي، ځیني امریکايي چارواکي چې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو له بشپړ وتلو سره مخالف دي، اندېښنه ښودلې او وايي چې یو ځل بیا به القاعده په افغانستان کې ځالې جوړې کړي.

د لیکوال په باور، افغانستان اوس هغه پخوانی هېواد نه‌دی چې هر څوک دې وغواړي خپله لوبه دې په‌کې وکړي او د ټوپک په شپېلۍ واک ته ورسېږي.

لیکوال ټینګار کوي چې د سولې لپاره باوري پلان موجود دی چې پلي کېدو سره به‌یې افغانستان سوکالۍ ته ورسېږې او ټول افغانان باید د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د هېواد ملي ګټو په پام کې نیولو سره سولې ته کار وکړي.

XS
SM
MD
LG