د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۵

هندوستان ټایمز: فاروقي د لشکر طیبه او تحریک طالبان پاکستان غړیتوب درلود


د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي
د داعش د خراسان څانګې مشر اسلم فاروقي
  • ټایم

ټایم مجلې په افغانستان کې په کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) د اخته کسانو د شمېر پر زیاتېدو او احتمالي عواقبو لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي چې د افغانستان په لوېدیځ کې هرات په بد وضعیت کې دی چې یوه اوونۍ په‌کې په کرونا ویروس د ۶۱ کسانو د اخته کېدو راپور ورکړل شو او ټول له ایرانه ورغلي کسان وو.

د ټایم مجلې په حواله خو دا اوونۍ دا شمېر دوه برابره شو او یو په درېیمه برخه ناروغان هغه کسان دي چې په وروستیو کې یې له افغانستانه بهر سفر نه‌دی کړی او دا جوتوي چې کرونا ویروس په هرات کې په خپرېدو دی.

د افغانستان روغتیا وزارت پرون شنبه وویل په افغانستان کې په کرونا ویروس شااوخوا ۳۰۰ کسان اخته دي چې له دې جملې ۲۰۴ پېښې په هرات او ۴۳ په کابل کې ثبت شوې دي.

عبدالقیوم رحیمي چې لا هم د هرات والي و، دغه ولایت د چین له ووهان ښار سره تشبیه کړی دی.

د جمعې په ورځ سید عبدالوحید قتالي د ښاغلي رحیمي پر ځای د هرات د والي په توګه وټاکل شو.

د ټایم مجلې په لیکنه کې راغلي، له ایران څخه چې د نړۍ په سطحه د کرونا ویروس یو له عمده مرکزونو ګڼل کېږي، هرات ولایت ته د ورځې شااوخوا ۲۰۰۰ کسان اوړي.

د ورلډومېټرز وېب‌سایټ په حواله، ایران د نړۍ په سطحه په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له مخې په اووم کتار کې راغلی دی.

ټایم مجلې د افغانستان د روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز خبرې هم رااخیستي چې ویلي یې دي، ښايي د افغانستان په سلو کې ۸۰ وګړي په کرونا ویروس اخته او یو لک او ۱۰ زره کسان‌یې په نتیجه کې مړه شي.

د ټایم مجلې په حواله، د افغانستان ځینو پخوانیو چارواکو ویلي چې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره افغانستان ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، خو د پیسو نړیوال صندوق ویلي افغانستان د دې لپاره تر اوسه یوازې د ۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت بودجه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان د روغتیا وزارت د پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره له دغه هېواد سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي.

  • هندوستان ټایمز

له هندوستانه خپرېدونکې ورځپاڼې هندوستان ټایمز په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې عنوان لیکنه خپره کړې: "د داعش د خراسان څانګې مشر فاروقي چې په کابل کې یې د سېکهانو پر ګوردواره یا عبادت‌ځای حمله طراحي کړې وه، ونیول شو."

د لیکنې په پیل کې راغلي د افغانستان امنیتي ځواکونو پرون وویل په ځانګړو عملیاتو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې امیر مولوي عبدالله اورکزی چې په اسلم فاروقي مشهور دی، په کابل کې د سېکهانو پر ګوردواره د مارچ میاشتې د ۲۵مې د حملې د طراحۍ په تور ونیول شو.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، مولوي عبدالله اورکزی له ۱۹ نورو کسانو سره نیول شوی دی.

د هندوستان ټایمز په لیکنه، ویل کېږي مولوي فاروقي چې د پاکستان تبعه دی، مخکې د لشکر طیبه غړی و، بیا د تحریک طالبان پاکستان ترورېستي ډلې غړی شو.

د خپرونې په حواله دی د مولوي ضیا الحق پر ځای چې په ابو عمر خراساني مشهور و، د ۲۰۱۹ میلادي کال په اپرېل میاشت کې د داعش د خراسان څانګې د رهبر په توګه وټاکل شو.

ورځپاڼې په کابل او نوې ډېلي کې د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې مولوي فاروقي د حقاني شبکې او لشکر طیبه په لارښوونه د څلورو کسانو په ذریعه د کابل په شوربازار کې پر ګوردواره حمله وکړه، د ښځو او ماشومانو په ګډون‌یې ۲۷ بې‌ګناه سېکهان ووژل.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغې حملې مسؤلیت منلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه دا حمله د امریکا متحده ایالاتو، د هغه متحدانو، هندوستان، نورو هېوادونو او سازمانونو له‌خوا غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG