د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ایکانومیسټ:

ایکانومیسټ خپرونې د افغانستان د سولې پر هڅو تمرکز کړی دی.

د خپرونې په لیکنه امریکا او طالبان د سولې تړون ته ډېر نږدې شوي.

ایکانومیسټ د افغان سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد په حواله لیکلي چې دواړه لوریو د سولې یوه نهايي تړون ته د رسېدو په برخه کې ډېر ښه پرمختګونه کړي.

په دوام کې راغلي چې د موافقې شرایط ډېر ساده ښکاري دا چې امریکا له افغانستانه خپل عسکر باسي او په نتیجه کې یې طالبان خپل هدف ته رسېږي.

په مقابل کې طالبانو ویلي چې له ترورېستي ډلو سره خپلې اړیکې بندوي او نه پریږدي چې له افغان خاورې په نورو هېوادونو برید وشي.

ایکانومیسټ خپرونې استدلال کړی چې اصلي مسئله د افغان حکومت او طالبانو مستقیمې خبرې دي، ځکه تر اوسه طالبانو تل له افغان چارواکو سره مستقیمې خبرې رد کړي دي.

انډيپنډنټ:

انډيپنډنټ بریتانوۍ ورځپاڼې د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د ترورېستي بریدونو په زیاتېدو تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو له دوام سره سره د افغان ملکیانو تلفات خورا زیات شوي.

انډيپنډنټ ورځپاڼې دا مسئله هم راخیستې چې یو زیات شمېر افغانان اندېښمن دي که د ناټو او امریکايي شااوخوا شل زره سرتېري افغانستان پرېږدي، څه به پېښ شي؟

ورځپاڼې د افغان ولسمشر اشرف غني څرګندونو ته هم اشاره کړې چې ویلي یې دي، طالبانو د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستلو په خاطر خپل بریدونه زیات کړي خو ولسمشر غني ویلي چې دا ډله به خپل هدف ته ونه شي رسېدلی.

سټارز اینډ سټرایپس:

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼې هم د افغانستان وروستیو امنیتي پېښو ته اشاره کړې او د افغان ملکیانو د مخ په زیاتېدونکې مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د جولای میاشتې د راپور یادونه کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه، په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو د خبرو په دوام او ان د طالبانو مخکنۍ ژمنې ته په پام چې ویلي یې وو، د ملکیانو خوندیتوب ته به پام کوي، بیا هم یو زیات شمېر بې دفاع افغانان وژل شوي.

سټارز اينډ سټرایپس ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د جولای میاشتې راپور ته هم اشاره کړې چې یوازې یې په جولای میاشت کې د افغانانو مرګ ژوبله یو نیم زر تنه یاده کړې او لیکلي يې دي چې دا شمېر ډېر لوړ او د اندېښنې وړ دي.

د کابل د چهارشنبې د برید په دوام چې پکې ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان دي، د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې ملګري ملتونه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې ملکیانو ته په زیاتېدونکي تهدید سخته اندېښنه لري.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته درناوی وکړي او مرګوني بریدونه دې نه پرې کوي.

XS
SM
MD
LG