د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان په اړه د جګپوړو امریکایي ډیپلوماتانو وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې له افغانانو یې غوښتې سیاسي اختلافات یوې خواته کړي او اتحاد ته لومړیتوب ورکړي.​

ډیپلومات لیکي، دغو امریکایي ډيپلوماتانو روانه اوونۍ د ټویټرونو له لارې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د بندیانو خوشې کېدل پیل کړي او هغه سیاسي په ټپه دریدلی حالت پای ته ورسوي چې د دواړو سیالانو اشرف غني او عبدالله عبدالله له خوا د اعلان شویو موازي حکومتونو په نتیجه کې رامنځته شوی دی. ​

د ډیپلومات په لیکنه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې وویل چې متحده ایالات غواړي هرڅومره ژر چې کېدای شي د هغو بندیانو خوشې کېدل وویني چې د امریکا او طالبانو د سولې په تړون کې یې یادونه شوې ده.

هغه ویلي سره له دې چې دواړه خواوو ویلي چې دا کار به کوي، خو تر اوسه هېڅ بندیان نه دي خوشې شوي.​

ډیپلوماټ وړاندې لیکي، که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه د هغو خبرو اترو هرکلی کړی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې وروسته ترسره شوي خو کابل ته د خلیلزاد پرله پسې سفرونه د دې ښکارندويي کوي چې کابل ځان د دغه تړون شریک نه بولي.​

د ډیپلومات په لیکنه، د دغه تړون له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹ مه لاسلیک شوی، باید د مارچ په لسمه بین الافغاني خبرې پیل شوې وای او تر هغې مخکې هم د افغانستان د حکومت له خوا د طالبانو ۵ زره او د طالبانو له لوري هم ۱۰۰۰ بندیان خوشې شوې وای چې تر اوسه پورې دا دواړه هدفونه نه دي ترلاسه شوي. ​

ډیپلومات لیکي، ښاغلي خلیلزاد په ټویټ کې د کرونا ویروس ته په اشاره ویلي چې وخت ډېرحساس دی.

هغه دغه راز پر ټولو خواوو غږ کړی چې د رسنیو له لارې د لمسونکو بیانونو له خپرېدو ډډه وکړي.​

ډیپلومات خپرونې دغه راز په دې مطلب کې د مرکزي اوجنوبي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الیس ویلز هغو څرګندونو ته هم اشاره کړې چې د خلیلزاد له ټویټونو څو ساعته وروسته یې کړي دي.​

مېرمن ویلز د بهرنیو چارو وزرات له خوا په ټویټري پیغام کې ویلي چې افغان مشران باید هېواد او یو موټيتوب ته لومړیتوب ورکړي.

د هغې په وینا په افغانستان کې دوه موازي حکومتونه د ستونزو حل لاره نه ده او هغه د افغانانو په زیان ده.

مېرمن ویلز ټینګار کړی چې د واکمنۍ پر سر را ولاړ شوی په ټپه درېدلی حالت باید پای ته ورسېږي. ​

  • آیرفورس

​آیرفورس مجلې په افغانستان او عراق کې د امریکا پر پوځي ماموریتونو د کرونا ویروس د خپرېدو اغېزو ته په یوه مطلب کې کتنه کړې او لیکي، په عراق کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو عراقي پوځیانو ته د روزنې ماموریت د دوو میاشتو په مخه وځنډاوه.

د امریکا پوځ دغه راز پرېکړه کړې چې نوي ځواکونه به افغانستان ته نه لېږي چې په دې سره ښایي په دې هېواد کې د دېره ځواکونو د دوره یي خدمت موده هم اوږده شي.​

آیرفورس مجله لیکي، که څه هم په عراق کې له دغه ځنډیدا سرحد ائتلافي ځواکونو د روزنې د برخې دونیم زره پرسونل وتلی خو په افغانستان کې به د روزنې دغه ماموریت دوام کوي خود خطرونو د کمېدو لپاره ورته احتیاطي تدابیر نیول شوي دي.​

د آیرفورس په لیکنه، د امکان تر حده به ائتلافي او افغان ځواکونه د ویډیو کنفرانس له لارې روزنه مخ ته وړي او دغه راز نورو تخنیکي اقداماتو په لړ کې به په اډو کې د روزنې لپاره داسې فضا رامنځته کېږي چې د پوځ له روزونکي پرسونل سره به فاصله محدوده ساتل کېږي.​

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي چې د اوسنیو روغو ځواکونو د ساتلو لپاره یې په موقت ډول د پوځي پرسونل د ځای پرځای کولو بهیر درولی او هم یې په دې برخه کې د روغتیا د نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې نیولې دي.

آیرفورس مجله لیکي، د پوځیانو، ملکیانو او ټیکه دارانو په ګډون د نړیوالو ځواکونو هغه شاوخوا یونیم زر کسان چې تېره اوونۍ افغانستان ته استول شوي، په تجرید شویو تاسیساتو کې چې تګ راتګ یې محدود دی، ساتل کېږي.​

د مجلي په لیکنه تر پنجشنبې پورې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو کې زکام ته ورته د ناروغۍ نښې لیدل شوي خو دغه ځواکونه د کرونا ویروس یا کویډ ۱۹ پیښې نشي تثبیتولی ځکه د دې کار لپاره په دې هیواد کې لابراتوارونه نه لري او د مشکوکو کسانو سمپلونه د ارزونې لپاره جرمني ته استوي. ​

XS
SM
MD
LG