د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وایي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي د جرمونو نړیوالې محکمې اجازه ورکړه چې د افغانستان د جنګي جرمونو تحقیقات پیل شي.

د هالند په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې قاضیانو پنجشنبه پرېکړه وکړه چې د دې محکمې څارنواله فاتو بنسودا په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د احتمالي جنایتونو په شمول د جنګي جرایمو ادعاوې څېړلی شي.

په مقاله کې راغلي څارنوالې فاتو بنسودا چې کلونه د معلوماتو په ټولولو تېر کړي له محکمې غوښتي و چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو او استخباراتو، طالبانو او افغان پوځیانو له خوا د بشر ضد جرمونو د ادعاو په اړه د تحقیقاتو اجازه ورکړي.

د هغې غوښتنه تېر اپرېل یو وار رد شوې وه او دا دی پنجشنبه یې وروسته له هغه د تحقیقاتو اجازه ومونده چې په خپلې رد شوې غوښتنې یې د استیناف عریضه وړاندې کړې وه.

د نیویارک ټایمز په مقاله کې د څارنوالې فاتو بنسودا په حواله لیکل شوي: محکمه کافي اسناد په واک کې لري چې ثابته کړي امریکايي ځواکونو خلک شکنجه کړي، ناروا چلند یې ورسره کړی جنسي تاوتریخوالی او تیری یې پرې کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه دا لومړی وار دی چې د جرمونو نړیواله محکمه څارنوال ته د امریکايي پوځیانو په اړه د تحقیقاتو د پیل اجازه ورکوي.

نیویارک ټایمز لیکلي د جرمونو د نړیوالې محکمې د قاضیانو دا حکم به تر ډېره د امریکا متحده ایالتونو له خوا په قاطعیت سره رد شي ځکه امریکا وار له مخه ویلي چې د دې محکمې حکم ورته د منلو نه دی.

په مقاله کې راغلي امریکايي مقاماتو له ډېره وخته د جرمونو په نړیوالې محکمې د فشار راوستلو هڅه کړې او دلیل یې دا دی چې وايي دا ډول څېړنې به د امریکا حاکمیت او ملي امنیتي ګټې وګواښی.

نیویارک ټایمز د بېلګې په توګه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن خبرو ته اشاره کړې چې ویلي يې و د جرمونو له نړیوالې محکمې سره همکاري نه کوي او دا محکمه به یواځې پریږدي څو کرار کرار په خپله له منځه لاړه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو هم پنجشنبه د جرمونو د نړیوالې محکمې حکم بې باکانه وباله او ویې ویل دا د یوې غیر محاسبې سیاسي ادارې یو زړه بوږنوونکی عمل دی چې هڅه کوي ځان حقوقي بنسټ ښکاره کړي.

  • دِ هیل

دِ هیل خپرونې د هغو افغانانو د برخلیک په اړه یوه مقاله لیکلې ده چې په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو سره کار کوي.

د خپرونې په لیکنه امریکا متحده ایالتونو او متحدینو یې لسګونه زره افغان ملکیان په افغانستان کې په کار ګمارلي دي.

ګڼ دا افغانان په ساختماني چارو، پخلي او صفاکاریو کې بوخت دي.

یو زیات شمېر افغانان بیا له بهرنیو ځواکونو سره د ژباړونکو او فرهنګي سلاکارانو په توګه د جګړو ډګرونو ته ځي.

دِ هیل لیکلي دا افغانان ممکن له نړیوالو ځواکونو ملاتړ وکړي او له طالبانو کرکه ولري.

خو خپرونه لیکي ګڼ دا خلک د خپلو کورنیو د نفقې برابرولو په خاطر له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوي هغه هم په داسې یوه هېواد کې چې دِ هیل په لیکنه کاري فرصتونه پکې ډېر کم دي.

دِ هیل لیکلي طالبانو په تېره بیا د حقاني شبکې جګړه مارو په تېرو کلونو کې له هغو افغانانو د غچ اخیستلو هڅه کړې چې له نړیوالو پوځیانو سره کار کوي.

د خپرونې په لیکنه د هغو افغانانو د ځان تضمین چې له بهرنیو پوځیانو سره کار کوي باید له طالبانو سره د سولې د هر ډول معاملې یوه برخه وي.

XS
SM
MD
LG