د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان پر امنیتي بېښو او کرکټ تبصرې کړي


انډپینډڼت:

انډپینډڼت بریتانوۍ ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼه کې په تخار ولایت کې د یو ماین هغه چاودنه یاده کړې چې په کې د ښوونځي نهه تنه زده کونکي ووژل شول.

دا ماشومان هغه مهال د ماین چاودنې ووژل چې پلي ښوونځي ته روان وو.

ورځپاڼې د تخار د امنیې قومندانۍ د ویاند له خولې ویلي، دا سیمه د وسلوالو طالبانو په ولکه کې ده، او کله چې افغان ځواکونو د دې سیمې د پاکولو عملیات پیل کړل نو طالبانو دغلته لارو کې ماینونه کېښودل.

ورځپاڼې د تخار د امنیې قومندانۍ د ویاند له قوله زیاته کړې، وژل شوي ماشومان له نهو تر دولس کلونو پورې عمرونه لري او څلور تنه یې د طالبانو د اړوندې یوې کورنۍ غړي دي.

خو په شمال ختیځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر مشر سید حفیظ فطرت ازادي راډیو ته وویل چې دا ټول ماشومان د ملکي کورنیو غړي دي.

په افغانستان کې له څو لسیزو راهېسې د روانو جګړو له کبله په دې هېواد کې پخوانیو او اوسنیو کارول شویو ماینونو چاودنې پرلپسې افغانانو ته زیانونه اړوي چې یوه لویه برخه یې د ماشومانو او ښځو په ګډون ملکیان وي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې ۲۵۰۰ ملکي افغانان په جګړو کې وژل شوي او تر پنځه نیم زرو زیات نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د دې ملکي زیانونو زیاته برخه د انتحاري او غیرې انتحاري چاودنو له کبله رامنځ ته شوي.

په تخار کې د ماین په چاودنه کې د ښوونځي د نهو تنو زده کونکو د وژل کېدو سره په یو وخت د پکتیکا د سرحوضې ولسوالۍ هم د یو ماین د چاودنې شاهده وه چې په کې اوه ملکیان وژل شوي دي.

جامیکا ګلېنر:

امریکايي جامیکا ګلېنر (Jamaica Gleaner) ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د ورزش پر وضیعت خبرې کړي.

د دې لیکنې په یوه برخه کې ویل شوي: " په روانه اونۍ کې د ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډله هندوستان ته ورسېد څو د افغانستان پر وړاندې یوه شل اوریزه او یوه نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسرې کړي."

د ورځپاڼې په وینا د ویست اینډیز لوبډله پوهیږي چې افغانستان سره له دې چې د نړۍ په کرکټ کې یو ځوان نړیواله لوبډله ګڼل کیږي خو د هند د نیمه وچې له شرایطو سره اشنا او یو خطرناک سیال به وي.

جامیکا ګلېنر زیاتوي، فیل سیمونس چې تازه د ویست اینډیز د کرکټ د لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی او له دې مخکې د افغان لوبډلې روزونکی پاتې شوی.

د نوموړي په وینا افغان لوبغاړي ځوان او با انرژي دي او کولای شي له هر سیال لاره ورکه کړي.

فیل سیمنس مخکې له دې چې د ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شي د افغانستان د لوبډلې د روزونکي په توګه یې کار کړی.

نوموړی سږ کال په جنورۍ میاشت کې د کرکټ د نړیوالې اتلولۍ له لوبو وروسته چې افغانستان په کې ټولې لوبې وبایللې د افغان کرکټ لوبډلې د روزونکي په توګه له دندې استعفا وکړه.

XS
SM
MD
LG