د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

امریکايي ډیپلومات: د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت دوام له اور سره لوبې دي


ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله
ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله

په افغانستان کې د اوسنۍ سیاسي لانجو له امله د امریکا د نارضایتۍ دوام!

یو امریکایي لوړپوړی ډیپلومات وایي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله له لوري د افغانستان د اوسني سیاسي وضعیت دوام خورا ګواښوونکی او له اور سره لوبې کول دي.

دغه امریکایي ډیپلومات چې د افغانستان له وضعیت نه خبر دی د ازادي راډيو په ګډون یو شمېر رسنیو ته وویل "امریکا د دواړو رهبرانو له کړنو خوښه نه‌ده."

دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی زیاتوي، دغو دوو رهبرانو د افغانستان د سیاسي ستونزو د حل په برخه کې په خپل ځان د خلکو او امریکا باور له لاسه ورکړی دی.

د محمد اشرف غني او مایک پومپیو لیدنه.
د محمد اشرف غني او مایک پومپیو لیدنه.

نوموړی د دوو ټيمونو هڅې د واک د څوکۍ د خپلولو لپاره وبللې او ویې‌ویل چې دغه دوه ټیمونه لنډ مهاله واک ته رسېدو له امله د افغانستان راتلونکي ته ستر ګواښونه پېښولی شي.

دغه امریکایي ډیپلومات خبرداری ورکوي چې که ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دغو لانجو ته دوام ورکړي له دې کار سره به‌یې د طالبانو موقف او رول لا پیاوړی کړي.

نوموړی وایي امریکا د خپلو ګټو لپاره ځینې پرېکړې کړي، د هغه په خبره امریکا خپل ټول اوسني او راتلونکي پلانونه تر څارنې لاندې نیولي دي.

دغه امریکایي لوړپوړی ډیپلومات که څه هم وايي چې امریکا د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره په څنګ کې پاتې کېږي او له دوی سره به‌یې همکارۍ دوام ولري، خو زیاتوي د اوسني وضعیت له پایلو او د افغانستان پر امنیتي ځواکونو یې د اغېز له امله اندېښمن دی.

د عبدالله عبدالله او مایک پومپیو لیدنه
د عبدالله عبدالله او مایک پومپیو لیدنه

دی د خبرو په یوه برخه کې زیاتوي، "امریکا د افغانستان د امنیتي ځواکونو په څنګ کې پاتې کېږي او له هغوی سره به همکار وي، خو وېره دا ده چې له دغو ځواکونو نه د اوسني وضعیت د دوام په صورت کې به ناوړه ګټه واخیستل شي."

تر دې وړاندې د سې شنبې په ورځ امریکا له افغانستان سره په ۲۰۲۰ کال کې د خپلو یو میلیارد مرستیو د لغوه کېدو خبره هغه مهال ورکړ چې له ولسمشرۍ انتخاباتو وروسته د محمد اشرف غني او انتخاباتي سیال‌یې عبدالله عبدالله ترمنځ د رامنځته شویو اختلافاتو پر سر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هڅو او کابل ته سفر پایله ورنه‌کړه او هغه تش لاس بېرته امریکا ته ستون شو.

د دغه امریکایي ډیپلومات په خبره، هېواد یې دا څرګنده کړې چې له موازي حکومتونو ملاتړ نه‌کوي.

دی وایي که څه هم امریکا د افغانستان پر وړاندې د منفي اقداماتو له ترسره کولو خوښه نه‌ده، خو له همدې لارې غواړي د افغانستان پر دواړو رهبرانو فشار راوړي ترڅو توافق ته سره ورسېږي.

نوموړی زیاتوي د دغو لانجو دوام د سولې پروسه هم له ستونزو سره مخ کړې. هغه پروسه چې د افغانستان د جګړې د پای لپاره د امریکا ستره لاسته راوړنه یادېږي.

دغه امریکایي ډیپلومات د سولې د خبرو اترو لپاره د یو ټول شموله پلاوي پر جوړېدو ټینګار کوي.

دی که څه هم د کرونا ویروس خپرېدو له امله نړۍ په یوه ستره ستونزه کې بند بولي، خو وایي د طالب بندیانو د خوشې کولو او د سولې لپاره د پلاوي له جوړېډو سره امریکا غواړي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې ژر تر ژره وشي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ تازه په دې اړه څه نه‌وایي، خو ولسمشر غني تېره ورځ (سې شنبه) ولس ته د یوې ټلوېزوني وینا پر مهال وویل چې له ښاغلي عبدالله سره‌یې د سیاسي تفاهم لپاره جلا مذاکرات وکړل، خو عبدالله عبدالله د اساسی قانون پر تغییر ټینګار کړی دی چې د ولسمشر غني په خبره دا له اساسي قانون سره په ټکر کې موضوع ده.

خو عبدالله عبدالله افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له راتګ وروسته خبرپاڼه کې ویلي چې د روان سیاسي کړکېچ د حل لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورکړل شو.

XS
SM
MD
LG