د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

امریکا له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون اعلان وکړ چې له افغانستان سره په مرستو کې به یو میلیارد ډالر کموالی راشي.

مایک پومپیو دا اعلان تېره شپه وروسته له هغه وکړ چې د ولسمشر اشرف غني او په انتخاباتو کې د هغه د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي لانجې د حل او د ټولو ښکېلو خواوو په ګډون د یوه حکومت د جوړولو لپاره د ده یو ورځنی سفر بې‌نتیجې پای ته ورسېد.

پومپیو له کابل څخه تر ستنېدو وروسته په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالات له افغانستان سره د راتلونکي ۲۰۲۱ م کال په مرستو کې هم تر یو میلیارد ډالرو پورې د کموالي راوستو او د نورو مرستو د کمولو لپاره د خپلو ټولو پلانونو او پروژو بیا کتنې ته چمتووالی لري او د افغانستان لپاره د مرستندویو هېوادونو په راتلونکو نړیوالو کنفرانسونو کې پر خپلو ژمنو به هم بیا غور وکړي.

افغان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر.
افغان ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر.

ښاغلي پومپیو پرون له ښاغلو غني او عبدالله سره هم په جلا توګه او هم یوځای لیدنې وکړې، خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په دې لیدنو کې حاضر نه‌و.

پومپیو کابل ته په داسې حال کې سفر وکړ چې د کرونا ویروس سرایت په ټوله نړۍ کې خلک اندېښمن کړي او د دې سفر په پای کې په تنده لهجه د داسې یو بیان خپرول ښيي چې امریکا د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره له څومره لویې ستونزې سره لاس او ګرېوان ده.

پومپیو په خپل بیان کې ویلي خواشینی دی چې غني او عبدالله د ټولو خواوو په ګډون د یو حکومت پر جوړولو موافقې ته نه‌شي رسېدلای.

د عبدالله عبدالله و مایک پومپیو لیدنه.
د عبدالله عبدالله و مایک پومپیو لیدنه.

بیان زیاتوي چې د دوی پاتې راتلل د افغانستان او امریکا اړیکې زیانمنوي او د هغو افغانانو، امریکایانو او د نړیوال ائتلاف متحدانو ته سپکاوی دی چې د افغانستان لپاره‌یې خپل ژوند او پیسې قرباني کړي. بیان یادونه کوي چې متحده ایالات په مسؤلانه ډول په افغانستان کې د خپلو لګښتونو په اړه بیا غور کوي او سمدستي سږکال د یو میلیارد ډالرو کموالی په‌کې راولي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له کابل څخه د بېرته ستنېدو پر مهال په قطر کې دمه وکړه او هلته‌یې د طالبانو د مشر مرکچي ملا برادر په ګډون د طالبانو له چارواکو سره د یو ساعت او ۱۵ دقیقو لپاره کتنه وکړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم پر ټویټر په یوه بیان کې د پومپیو او ملا برادر کتنه تأیید کړې او ویلي یې دي چې دواړو د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې د ښه تطبیق او د طالب بندیانو د سمدستي خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

ښاغلی شاهین زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالب مشرانو ته ډاډ ورکړ چې امریکايي ځواکونه له مهالوېش سره سم د وتلو په حال کې دي.

پومپیو له قطر څخه د الوتو پر مهال خبریالانو ته په څرګندونو کې، په دې اړه چې د امریکا له مرستو یو میلیارد ډالر به څنګه کمېږي او ایا ولسمشر غني او د هغه سیال عبدالله عبدالله ته د اختلافونو د حل لپاره کوم مهلت هم ورکړل شوی کنه جزئیات ورنه‌کړل، خو دا یادونه‌یې وکړه چې که دوی خپل اختلافات اوار کړي، نو دا پرېکړه بدلېدلای شي.

په قطر کې طالب پلاوی
په قطر کې طالب پلاوی

پومپیو په دې بیان کې ټینګار کړی چې متحده ایالات به د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي، خو په عین حال کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې له افغانستانه په تدریجي ډول د خپلو پوځي ځواکونو د ایستلو کار هم جاري وساتي.

پومپیو زیاتوي چې که څه هم جګړې روانې دي، خو طالبانو د جګړو د کمولو په برخه کې پر خپلو ژمنو تر ډېره عمل کړی دی. هغه یادونه کړې چې متحده ایالات په بین‌الافغاني خبرو کې د ګډون لپاره د یوه ټیم پر جوړولو هم کار کوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG