د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

ارګ: د نوې کابینې پر جوړېدو خبرې روانې دي، اوس لومړیتوب کرونا سره مبارزه ده


ارګ
ارګ

د افغانستان حکومت وايي، د نوې کابینې پر جوړېدو لاهم د ارګ او سیاسیونو ترمنځ خبرې روانې دي.

که څه هم ولسمشر محمد اشرف غني د کب په ۱۹مه د لوړې په مراسمو کې ژمنه وکړه چې تر راتلونکو دوه اوونیو پورې به نوې، ټول‌شموله او داسې کابینه جوړه کړي چې د ټول هېواد استازولي وکړي، خو د ۱۴ ورځو په تېرېدو لاهم ارګ د نوې کابینې پر جوړښت نه‌دی توانېدلی.

تازه ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د کابینې پر جوړېدو له سیاسیونو سره خبرې او مشورې روانې دي، مګر اوس‌مهال د افغانستان د حکومت لپاره لومړیتوب د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې دي.

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۴» ازادي راډیو ته وویل: "حکومت د راتلونکې کابینې د جوړېدو په اړه سلا مشورو ته دوام ورکوي، ولې د اوس لپاره د حکومت ټول تمرکز له کرونا ویروس سره پر مبارزې دی، لومړیتوب له کرونا سره مبارزې ته ورکړل شوی دی."

خو پوښتنه دا ده چې ایا رښتیا هم د نوې کابینې د جوړېدو د ځنډ دلیل د کرونا ویروس سره مبارزه ده؟

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، حکومت له دې کبله چې د نوې کابینې په اړه له سیاسیونو سره هوکړې ته نه‌دی رسېدلی، نه‌دی توانېدلی چې خپله ژمنه عملي کړي.

د ولسي جرګې مخکېني غړي ګل پاچا مجیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له کرونا ویروس سره د مبارزې سربېره، سیاسي کړکېچ، له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د ټاکلو په اړه اختلاف او له زندانونو د طالب بندیانو د ازادۍ په سر د نظر اختلاف لامل شوی چې ولسمشر غني د نوې کابینې د جوړېدو په برخه کې د خپلې ژمنې په عملي کېدو کې پاتې راشي.

د ولسي جرګې مخکېنی غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې مخکېنی غړی ګل پاچا مجیدي

هغه زیاته کړه: "یوازنی علت‌یې د مرکچي پلاوي پر جوړېدو، د سولې پر پروسې او تر خوا یې سیاسي کړکېچ دی، له همدې کبله ولسمشر د کابینې جوړول یو څه ځنډولي دي."

خو ښاغلی مجیدي ډاډ ورکوي چې تر راتلونکې اوونۍ به ارګ وتوانېږي چې نوې کابینه اعلان کړي.

د حکومت د جوړولو په سر د سیاسیونو په ځانګړې ډول په قدرت کې د "ثبات او هم‌پالنې" ډلې د شراکت مسئله داسې مهال مطرح کېږي چې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ یو په نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلی دی.

سرچینې وايي، مایک پومپیو به د سولې او طالب زندانیانو په اړه له خبرو سربېره، له ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره د روان سیاسي کړکېچ په حل هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG