د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

پومپیو تر بې‌نتیجې بحثونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شو


د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب حمدالله محب او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب حمدالله محب او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان له رهبرانو سره تر بې‌نتیجې بحثونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې تر اوو ساعتونو تم کېدو وروسته، د ښکېلو سیاسي لورو ترمنځ د کومې موافقې د احتمال په اړه خبرې نه‌دي کړي.

مایک پامپیو پرون دوشنبه ظاهراً د وروستیو سیاسي اختلافاتو د حل په هدف کابل ته لاړ.

دغه اختلافات د بین‌الافغاني مذاکرو په درشل کې د عمومي اجماع د جوړېدو پر لار د اندېښنو سبب شوي دي.

راپورونه وايي، مایک پومپیو افغانستان ته په خپل سفر کې هڅه وکړه هغه موافقه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ تېره میاشت لاسلیک شوې، د سیاسي اختلافاتو په حلولو سره یو ګام مخته یوسي.

خو د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، هغه الوتکه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یې لېږداوه، د سیاسي اختلافاتو د حل له اعلان پرته تېر مازیګر له کابله روانه شوه.

خو سپېدار ماڼۍ وایي، پروني بحثونه بې‌نتیجې پای ته ورسېدل. د عبدالله عبدالله د دفتر رئیس قهار عابد وايي، په دغو کتنو کې د دوی غوښتنې نه‌دي منل شوي.

هغه زیاته کړه: "ګډه غونډه وشوه او پای ته ورسېده. په دې غونډه کې د سیاسي جوړښت تغییر چې زموږ له‌خوا مطرح شو، د ښاغلي غني له‌خوا ونه‌منل شو، ځکه نو غونډه بې‌نتیجې پای ته ورسېده."

عبدالله عبدالله ته دغه نږدې کس د سیاسي جوړښت د تغییر په اړه د خپلې غوښتنې نور جزئیات ورنه‌کړل.

بله‌خوا جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې، د سولې د پروسې، په دې بهیر کې پر راروانو اقداماتو، د سولې لپاره پر سیمه‌ییزې اجماع او د افغانستان پر امنیتي وضعیت بحث وشو.

جمهوري ریاست په خپله اعلامیه کې د سیاسي مشرانو د سیاسي اختلافاتو د حل یادونه نه‌ده کړې.

له هڅو سره سره ونه‌توانېدو د جمهوري ریاست له کوم ویاند نه د دغو لیدنو کتنو جزئیات واخلو.

له کله چې د فبرورۍ پر ۲۹مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه لاسلیک شوې ورسره د افغانستان د سولې پروسه، د سیاسي اختلافاتو له کبله له کړکېچ سره مخامخ شوې ده.

په قطر کې د سولې د هوکړې لاسلیک.
په قطر کې د سولې د هوکړې لاسلیک.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسمي ارقامو له مخې محمد اشرف غني د څه باندې ۵۰ فیصده رایو په خپلولو سره د تلې د شپږمې ولسمشرۍ ټاکنې ګټلي او عبدالله عبدالله د څه باندې ۳۹ فیصده رایو په خپلولو سره په دوهم کتار کې راغلی دی.

خو د ولسمشر غني سیاسي رقیب او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې وايي د ټاکنو نتیجه نه‌مني، د لوړې جلا مراسم ترسره کړي او خپل ځان‌یې د ده په وینا د ټول‌شموله حکومت ولسمشر اعلان کړی دی.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون له ښاغلي غني او عبدالله سره په جلا جلا ډول وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې نه‌یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله نوم‌یې واخیستل شي او په دې سفر کې له مایک پومپیو سره ملګری و، خبریالانو ته ویلي، دوی دا مهال دا اندېښنه لري، که روان سیاسي کړکېچ په لنډ وخت کې حل نه‌شي، د سولې پروسه او د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره برابر شوی فرصت به زیانمن شي.

سره له دې چې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کمول پیل کړي، خو ځیني سیاسي او پوځي څارونکي وايي د بهرنیو پوځیانو د شمېر کمېدل، په بین‌الافغاني خبرو پورې تړلي نه‌دي، بلکې په مستقیم ډول د طالبانو له تعهد سره تړلي دي، څو دا ډله پرې نه‌ږدي افغانستان بیا د القاعده شبکې او داعش ډلې په څېر د تروېستي ډلو په خوندي مرکز بدل شي.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې، امریکا او ناټو ویلي په ۱۴ میاشتو کې به له افغانستانه خپل پوځیان باسي.

طالبانو هم ژمنه کړې چې له ترورېستي شبکو او هغو ډلو سره چې امریکا او متحدانو ته‌یې خطر پېښوي خپل ارتباطات پرې کوي او نه به پرېږدي چې د افغانستان له خاورې پر دغو هېوادونو حمله وشي.

XS
SM
MD
LG