د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ویسا: کابل ته د پومپیو ناکام که بریالی سفر؟


د کابل ځینې ورځپاڼې
د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننيو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سفر په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې پوښتنه مطرح کړې چې "کابل ته د پومپیو ناکام که بریالی سفر؟"

ویسا نادولتي ورځپاڼې لیکلي، کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ورځني مانور د اټکل خلاف پایلې درلودې. د سرمقاله لیکونکي په باور، د امریکا وروستۍ اعلامیه ولسمشر غني ته دا پیغام لري چې له امنیتي ځواکونو د سیاسي اهدافو پر خلاف کار اخیستل ورته د منلو نه‌دى.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، همدارنګه دغه اعلامیه عبدالله عبدالله ته ښکاره پیغام دا لري چې موازي حکومت په رسمیت نه‌پیژني، خو دا لاره ورته پرانیستې چې وضعه همداسې دوام وکړي یعنې خود ساخته حکومت‌یې دوام وکړي ځکه چې غني ته ګواښ شوی چې دوی په زور له ادارو نه‌وباسي.

خو د سرمقالې لیکونکي ټينګار کړی چې دغه حالت ولس ته ډېر د اندېښنې وړ دی، ظاهراً د سیاسي لانجو د دوام او د حکومت نه‌جوړېدل د افغانانو ستونزه ده چې دا دی په همدې پلمه د یو میلیارد ډالره مرستې هم ورسره کمېږي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله داسې پیل کړې، "کابل ته د پومپیو سفر او اغېزې یې!"

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له شک پرته چې غني او عبدلله به هغه څه کوي چې امریکا يي غواړي، ځکه وضعیت همداسې رامنځته شوی، خو کابل کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي جوړجاړي په تړاو د امریکا تر ناهیلې کېدو وروسته مایک پومپیو دوحې ته لاړ او هلته‌یې له طالب مشرانو سره د سولې هوکړې په عملي کېدو او د بنديانو د ازادېدو د ژمنې پر عملي کېدو ټينګار وکړ.

ورځپاڼې لیکلي، دا روښانه ده، کوم پنځه زره بندیان چې امریکا خوشې کوي دوی یې مخه نه‌شي نیولی، خو مهمه دا وه چې دوی له دې فرصت نه په استفادې د اعتماد جوړونې د پروسې ابتکار په خپل لاس کې اخیستی وی.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اړتیا ده چې افغانان خپلمنځي سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او د طالب بندیانو ازادولو برخه کې د امریکا له فشارونو مخکي دوی دا اقدام وکړي او بندیان ازاد کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د سفر په تړاو لیکلي، امریکا پر ولسمشر غني د فشار راوړلو په هدف پر افغانستان د یو میلیارد ډالرو مرستې د بندولو ګواښ وکړ او همدارنګه د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ او طالبانو سره‌يې ژمنه وکړه چې له افغانستانه به خپل ځواکونه له مهال‌وېش سره سم وباسي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ملت د ولسمشر دغه دریځ ته د قدر په سترګه ګوري او دا چې پر واک، نظام او همدارنګه پر اساسي قانون‌یې له بیا معاملې ډډه وکړه، ملت ته په ډاګه شوه چې غني څوک دی.

ورځپاڼې په ورستۍ برخه کې لیکلي، افغان حکومت له مخکې په دې اړه تدابیر نیولي و او دا به هېڅ ډول منفي اغېز ونه‌کړي.

XS
SM
MD
LG