د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ویسا: حکومت په قطر کې د سولې له رامنځته شوي فرصته سمه ګټه نه‌اخلي


ځینې کابل چاپ ورځپاڼې
ځینې کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په قطر کې د سولې خبرو اترو په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • هېواد​

هېواد دولتي ورځپاڼې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د څرنګوالي په اړه سرمقاله لیکلې ده.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، په قطر کې د سولې په پلمه دا ځل طالبانو په قطر کې د ناټو د غوڅ مأموریت د ځواکونو له عمومي قوماندان سکاټ مېلر او خلیل‌زاد سره لیدلي او له بلې خوا داسې ویل کېږي چې ګنې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون په افغانستان کې د امریکا لپاره د طالبانو له‌خوا د یوې اډې د نه‌ورکولو له امله ځنډول شوی.

په سرمقاله کې دا هم راغلي، افغان حکومت ګوښې ته شوی او باید په دغو منډو ترړو کې ورښکېل شي او هر چاته دې اجازه هم نه‌ورکوي چې د هېواد پر برخلیک تصمیم ونیسي او یا دې له طالب ډلې سره پر مهمو تصامیمو پرېکړې وشي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، له دې پرته به د سولې په نوم پټې معاملې هېڅ ډول سوله‌ییزه پایله ونه‌لري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې چې په‌کې راغلي، که چېرې خلیل‌زاد د طالبانو له اسلامي امارت سره هوکړه لاسلیک کړي دا به د افغانستان لپاره یو لوی خیانت وي.

وړاندې په دغه سرمقاله کې چې عبدالحمید مبارز لیکلې ده، په‌کې اندېښنه مطرح شوې چې د خلیل‌زاد او طالبانو له اړیکو داسې انګېرل کېږي چې د پردې تر شا ځینې پټې معاملې شوي، نو ځکه د توافق متن تر نن ورځې پټ ساتل شوی.

په دغه مقاله کې راغلي، ملا عبدالغني برادر چې ۸ کاله د پاکستان په زندان کې ساتل کېده نن د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره داسې نږدې اړیکې پالي چې فکر کېږي له کلونو راهیسې سره ملګرتیا لري.

د مقاله لیکونکي د معلوماتو پر بنسټ، داسې ویل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شي چې طالبان هڅه کوي دا هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ چې د ځینو هېوادونو استازي هم حضور ولري په تشریفاتي ډول لاسلیک کړي.

د دې مقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، که چېرې امریکا له طالبانو سره دا هوکړه لاسلیک کړي دا به په افغانستان کې د دوو حکومتونو یعنې د طالبانو اسلامي امارت او د افغانستان اسلامي جمهوريت په رسمیت پېژندلو سره د افغانستان د تجزیې په معنی وي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا پر حکومت نیوکې کړي چې په قطر کې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه سمه ګټه نه‌شي اخیستی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، سره له دې چې د سولې دغه خبرې اترې سل په سلو کې ډاډمن بهیر نه‌دی چې ولس دې پرې ډاډه شي، خو په هر صورت یو فرصت دی او که چېرې افغانان په ګډه له دې فرصت څخه ګټه واخلي د سولې تمه ترې کېدای شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، که امریکا د قطر خبرو څخه یوازې د روان کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاین په ډول ګټه اخلي بیا خو افغانان هغه فرصت له لاسه ورکوي.

د سرمقالې په پای کې ټينګار شوی چې افغانان باید یو واحد او پیاوړی دریځ ولري څو د سولې لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG