د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

هېواد: د امریکا او طالبانو د خبرو له پرمختګه افغانان او حکومت ګوښې ته شوي


د کابل چاپ ځینې ورځپاڼې
د کابل چاپ ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د سولې په شمول په یو شمېر نورو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، د قطر د خبرو اترو د پرمختګ په اړه د امریکا، اروپا، جرمني او یوناما استازي په دوبۍ کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي او د دغه پرمختګ وضاحت یې ترې غوښتي خو لاهم افغان ولس او افغان حکومت له دغو پرمختګونو خبر نه دي او ګوښې ته پرېښودل شوي دي.

وړاندې راغلی امریکا له طالبانو غوښتي چې لومړی دې اوربند وکړي چې دا په اصل کې د افغانانو غوښتنه ده.

خو طالبان وايي چې لومړی دې امریکا ورسره د سولې سند لاسلیک کړي، بیا به له امریکا سره اوربند وکړي خو د افغان ځواکونو پرضد به یوازي د جګړې او بریدونو شدت کم کړي یعنې اوربند به ورسره ونه مني.

خو په سرمقاله کې ټينګار شوی چې په ټوله کې د سولې لپاره هره معامله باید د افغانانو لاسته راوړنې پر اوبو لاهو نه کړي او دا خبرې بین الافغاني وي د دې لپاره اوربند ستر شرط دی له دې پرته سوله هېڅ ممکنه نه ده.

د سرمقالې په نتیجه ګیرۍ کې راغلي د سولې له هرې غونډې باید افغانان بې برخې نه وي او باید په کې عملاً ګډون وکړي یعنې بین الافغاني خبرې او د دې لپاره اوربند لومړی شرط دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په سرمقاله کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د بشري حقونو د څار نړېوالې ډلې له لوري خپور شوی راپور ټکان ورکوونکی بللی او ویلي د لومړي ځل لپاره د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې د دولت د مخالفینو د بریدونو په پرتله د مرګ ژوبلې کچه لوړه ښودل شوې ده.

وړاندې د راپور پر بنسټ لیکل شوي چې په تېر کال کې د اتو زرو ملکي وګړو مرګ ژوبله ښودل شوې چې د وړم کال په پرتله نژدې پنځوس سلنه زیاتوالی ښیې.

سرمقاله لیکوونکي دا پوښتنه مطرح کړې چې د امنیتي ځواکونو لاسونه ولې د خپل ولس په وینو سره وي؟ د دې ستره پړه د حکومت په غاړه ده داسې حکومت او نظام چې له خپل ولس سره په جګړه کې وي او نړېوال پرې شاهدي ورکوي او په کال کې تر اتو زرو زیات بې ګناه افغانان وژل کېږي د داسې نظام برخلیک به څه وي؟

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په کابل کې د امنیت خوندیتوب او د غلو او مجرمینو د نېولو لپاره د کورنیو چارو وزارت وروستي کمپاین په تړاو لېکنه کړې ده.

په سرمقاله کې راغلی که څه هم د کورنیو چارو وزارت له دغه کمپاین څخه کابل ښاریانو تود هر کلی وکړ او کابل ښاریانو ډاډ پیدا کړ چې د کابل ښار د امنیت خوندیتوب لپار کار شوی خو د سرمقاله لیکوونکی په وینا دغه اقدام یوازې څو ورځې وي او اوس بیا هم د کابل ښار وضیعت پخواني حالت ته ګرځېدلی.

سرمقاله لیکوونکی لیکلي، په دې وروستیو ورځو کې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې غلاوې، انسان تښتونې او بېلابېل نور جرمونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG