د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

نیویارک ټایمز: اوسمهال د امریکایانو وژل ښايي یو ځل بیا د خبرو بهیر اغېزمن کړي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

د نړیوالو ځواکونو تلفات او د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړیو پایلو اعلان د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی دی.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې په دې تلفاتو سره په افغانستان کې سږ کال د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر شلو ته رسېدلی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د یوه بل امریکايي سرتېري په وژل کېدو سره دا څرګنده ده چې د ۲۰۱۷ میلادي او ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله سږ کال د نظاميانو لپاره زیات مرګونی وو.

طالبانو د دوشنبې په ورځ په کندز ولایت کې پر یوه امریکايي سرتېري د حملې مسئولیت منلی دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه وځنډولې چې په سېپتمبر مياشت کې طالبانو په یوه حمله کې د یوه امریکايي په ګډون دوولس کسان ووژل.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په اوسني وخت کې د ډيرو امریکایانو وژل کېدل ښايي یو ځل بیا د خبرو پروسه اغېزمنه کړي.

ورځپاڼې د دې مقالې په پای کې لیکلي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهيسې تر پنځوسو زرو زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي او له دې سره چې د نظامیانو د تلفاتو شمېر په وروستیو میاشتو کې کم شوی دی، د امریکا پوځي چارواکو ویلي، سخته اندېښنه لري چې د امریکايي سرتېرو پر وتلو سربېره به هم افغان نظامیان له سخت دريځو سره په سخته جګړه کې پاتې وي.

  • واشنګټن پوسټ

امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړیو پایلو اعلان ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وینا، له دې سره چې په ټاکنو کې تر دوه میلیونه کمو خلکو ګډون وکړ، د رایو شمېرنې او اعلان میاشتې وخت واخیست.

تر ټاکنو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه ریس عبدالله عبدالله دواړو ادعا وکړه چې ټاکنې یې ګټلي دي خو وروسته د واشنګټن پوسټ په تحلیل، د یو څو لکو رایو پر شمېرنه بحران پیل شو.

عبدالله عبدالله په ټاکنو کې د ولسمشر غني اصلي سیال د یکشنبې په ورځ وویل چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې نه مني.

ده زیاته کړه چې د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي له درغلي کوونکو سره یو لاس شوي دي.

خو ولسمشر محمد اشرف غني وايي، ټاکنیز ټيمونه باید اصول مراعت کړي او د شکایتونو کمېسیون له لارې شکایتونه ثبت کړي.

د لومړیو پایلو له مخې ولسمشر غني تر پنځوس فیصده زیاتې رايې تر لاسه کړي خو ورځپاڼې د چارواکو او سیاسي کارپوهانو له قوله لیکلي شکایتونو ته د رسېدو په صورت کې د ولسمشر غني رایې تر ټاکل شوي معیار کمېدای شي او په نتیجه کې ټاکنې دویم پړاو ته تللی شي.

د یکشنبې په ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اعلان وروسته ټاکل شوې ده د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د چهارشنبې تر پایه دا شکایتونه وارزوي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، ډېری افغانانو تر دې مخکې ویلي وو چې د ټاکنو پر ځای باید له طالبانو سره د سولې خبرو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د ورځپاڼې په وینا، خلک د ټاکنو په ورځ له طالبانو ویرېدل، ډېرو په دې پروسه کې له ګډونه ډډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG