د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

واشنګټن پوسټ: د امریکا پخواني سفیر افغانستان کې د امریکا جګړه ناکامه بللې


واشنګټن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د پخواني سفیر راین کراکر په خبرو یوه مقاله لیکلې چې په افغانستان کې یې د امریکا جګړه ناکامه بللې ده.

کراکر په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا سفیر و او تر هغه مخکې یې هم د شارژدافیر دنده مخته وړله.

سفیر کراکر له واشنګتن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د ورځپاڼې هر یو لوستونکی په دې پوهیږي چې افغانستان له سر تر پایه د امریکا لپاره د ده په خبره کوم ښه پیغام نه درلود یعنې یو بل ویتنام چې امریکا پکې خپله ماته ومني.

د واشنګتن پوسټ په دې مقاله کې د راین کراکر په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې یې د ځینو غلطو ګامونو او ناسمو پرېکړو په اړه فکر کاوه.

د ده په خبره کله چې حامد کرزی د موقتې ادارې مشر شو، هیڅ یې نه درلودل چې کار پرې وکړي، اردو او پولیس له منځه تللي و او یواځې نهه لکه ماشومان او ځوانان چې ټول یې هلکان و درس وایه ځکه طالبانو نجونو ته د تعلیم اجازه نه وه ورکړې.

د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې راین کراکر لومړی وار له سناتور جوبایډن سره افغانستان ته لاړ او د نجونو یو مکتب یې ولید.

کراکر ویلي افغانستان ته د زیاتو پیسو انتقال د فساد یو لوی عامل دی او باید په دغه هېواد کې لویې پروژې یو دمي نه وای پیل شوې.

د واشنګتن پوسټ په دې مقال کې د راین کراکر په حواله ځینو مثبتو کارونو ته هم اشاره شوې لکه د روغتونونو، ښوونځیو او سړکونو رغول خو بیا یې هم ویلي چې د افغانستان او عراق په څېر ځایونو کې دولت جوړونه ډېره ستونزمنه ده.

فدرالیست:

د امریکا یوې بلې خپرونې فدرالیست بیا د واشنګتن پوسټ په پاسنۍ وروستۍ مقالې تبصره کړې ده.

خپرونې لیکلي چې په افغانستان کې د لویدیځ د ماتې څو مهمو ټکو ته اشاره شوې ده.

د فدرالیست په لیکنه، دا لوی مسایل هغه دي چې یو شمېر امریکايي چارواکو غوښتل د جنګ له لارې افغانستان د لویدیځې ډیموکراسۍ د یوه هېواد په څېر واړوي او ځینو نورو بیا د افغانستان د فرهنګ د بدلولو او په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د ټینګښت غوښتنه کوله.

د خپرونې په لیکنه، امریکا په افغانستان کې د څه باندې یو ټریلیون ډالر په لګښت، د نږدې دوه نیم زره سرتیرو په وژل کېدو او د څه باندې شلو زرو نورو په ټپي کېدو چې ښايي ځینې یې له رواني پلوه د ژوند تر پایه وکړیږي، غوښتل له نیمه ملوک الطوایفي هېواده د سویس په څېر یو پرمختللی هېواد جوړ کړي.

د فدرالیست په دې لیکنه کې راغلي چې د بریتانیا امپراطورۍ او د پخواني شوروي اتحاد له ناکامیو سره سره ځینو غوښتل ټول لویدیځ ارزښتونه په افغانستان کې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG