د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

والسټريټ ژورنال: د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

والسټريټ ژورنال

والسټريټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د لانجمنو ټاکنو لومړینو پایلو ته پام اړولی او لیکي، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو له مخې چې د یکشنبې په ورځ یې اعلان کړې، افغان ولسمشراشرف غني د ولسمشر په توګه یوه بله پنځه کلنه دوره ګټلې ده.

والسټریټ ژورنال لیکي، ښاغلي غني د میزان د شپږمې نیټې د ټاکنو د څه باندې یو میلیون اته سوه زره معتبرو رایو په سلو کې څه باندې پنځوس ګټلي او دا یوازې لږ له هغه حده باندې دي چې دوهم پړاو ته د ولسمشرۍ د ټاکنو د تلو مخنیوی کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه هغه پړاو چې په ترڅ کې به یې غني له خپل اصلي سیال عبدالله عبدالله سره سیالۍ ته اړایستل کېده.

ښاغلي عبدالله د اعلان شویو پایلو له مخې په سلوکې څه باندې ۳۹ رایې ګټلي دي.

دا په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې چې د امریکا د پوځي مداخلې په نتیجه کې په ۲۰۰۱ میلادي کال نسکوره شوه، په دې هیواد کې د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې دي چې ترسره کېږي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه هغو سیاسي ناندریو ته پام چې د دغو ټاکنو د ګټونکي د اعلانولو بهیر یې ځو میاشتې ځنډولی و، د چارو کتونکي باورنه کوي چې د یکشنبې د ورځې اعلان شوې لومړنۍ پایلې دې دغه جنجال ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان د ټاکنو د قانون له مخې لومړنۍ نتیجه د غور وړ ده او د دې لپاره چې دوهم دور ټاکنو ته د ښاغلي غني د تلو مخه ونیول شي، ښایي لانجې په اونیو دوام وکړي ترڅو د دغو ټاکنو وروستۍ نتیجه اعلان شي.

والسټریټ ژورنال په کابل کې د امریکا د سفیرجان باس غبرګون ته هم اشاره کړې او لیکي ښاغلي باس په غیر معمول ډول له احتیاطه کار اخیستی او د ټویټر له لارې یې ویلي چې دا لومړنۍ پایلې دي اود ورستۍ نتیجې د تایید لپاره ډیر نور اقدامات لاپاتې دي او ټول افغانان باید دا هېر نه کړي چې دا مسله یقیني کړي چې افغانان پر وروستۍ نتیجې باور وکړي.

  • فارن پالیسي

امریکایۍ فارن پالیسۍ خپرونې په افغانستان کې د امریکا جګړې ته پام اړولي او لیکي، په تېر یوه کال کې د متحدو ایالتونو د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅې د افغانانو د کړاونو لپاره کافي دي.

خپرونې په تېر یوه کال کې له طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته اشاره کړې او دغه راز له طالبانو سره د خبرو تر لغوه کېدو وروسته یې افغانستان ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستي سفرته په اشاره لیکلي چې ټرمپ چې له طالبانو سره یې د خبرو د ور د پرانستلو اعلان وکړ.

دغه راز په پام کې لري چې له افغانستانه د څلورزره سرتېرو د وتلو اعلان وکړي.

د فارن پالیسي په لیکنه دا ښایي طالبانو ته داسې پیغام ورکړي چې هغه ولسمشر ته چې د بیاټاکلو لپاره غواړي خپل سرتېري له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي، منتظر پاتې شي.

XS
SM
MD
LG