د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

نیویارک ټایمز: پر بګرام د طالبانو برید د سولې په اړه شکونه رامنځته کړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بګرام هوايي اډې ته نږدې د طالبانو حملې ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، طالبانو دا حمله په داسې حال کې کړې چې له امریکا سره په قطر کې په خبرو بوخت دي.

د مطلب په دوام کې راغلي چې دوه اوونۍ مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغې هوايي اډې ته تللی وو چې د چهارشنبې په ورځ (ډسمبر ۱۱مه) طالبانو ورباندې حمله وکړه.

نیویارک ټایمز لیکلي، دا حمله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د خبرو په پنځمه ورځ وشوه چې بالاخره‌یې د افغانستان د سولې په اړه شکونه رامنځته کړي دي.

د ورځپاڼې په باور، له یوه لوري خبرې دوام لري او له بل لوري حملې کېږي، نو ښايي د افغانستان ۱۸ کلنې جګړې ته د پای ټکی اېښودو لپاره د طالبانو د سیاسي او نظامي برخو ترمنځ موافقت نه‌وي.

  • نیوزویک

نیوزویک مجلې هم لیکلي چې په قطر کې د مذاکراتو په جریان کې بګرام هوايي ډګر ته نږدې پر یوه روغتیايي مرکز حمله وشوه.

مجلې د امریکايي چارواکو له قوله چې نومونه‌یې نه‌دي یاد شوي، لیکلي چې طالبان د کلینیک له دېوالو دغې ودانۍ ته ننوتل.

په مقاله کې راغلي چې د چهارشنبې پېښه بګرام هوايي ډګر ته نږدې د طالبانو تر ټولو وروستۍ حمله ده، خو د روان کال په اپرېل میاشت کې هم پر دغه هوايي اډه د چاودېدونکو موادو ډک موټر په واسطه حمله وشوه چې په‌کې درې امریکايان ووژل شول.

نیوزویک لیکلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه‌دی لیدل شوی، خو پر مهال‌یې بګرام ته نږدې وروستۍ حمله وشوه.

  • ري اکشن

له لندنه خپرېدونکې خپرونې ري اکشن، په افغانستان کې د اقتصادي فرصتونو په اړه په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، یو سوکاله افغانستان په یوه اقتصادي مرکز بدلېدای شي.

په مقاله کې راغلي چې طالبانو له شااوخوا درې لسیزې د افغانستان د حکومتونو پر وړاندې جګړه کړې. په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په امریکا کې د سپټمبر تر حملو وروسته له امریکا سره هم په جګړه بوخت دي.

مقالې د واشنګټن پوسټ وروستي راپور ته اشاره کړې چې ادعا کوي امریکايي چارواکي له مخکې خبر وو چې د افغانستان جګړه نه‌شي ګټلی، خو بیا یې هم دې جګړې ته دوام ورکړ.

په دغه ۱۸ کلنه جګړه کې په افغانستان کې ۲۳۰۰ امریکايي سرتېري وژل شوي.

مقاله لیکي چې که څه هم له طالبانو سره سوله به د امریکايي ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي، خو په افغانستان کې سوله په یوه توافق‌لیک نه‌شي راتلی.

مقاله یادونه کوي چې تاریخ ته په کتو تر جګړې وروسته باید د اقتصادي ودې او کاري زمینې برابرولو لپاره بیارغونه وشي.

د مقالې لیکوال په دې باور دی چې په افغانستان کې د تل‌پاتې بیارغونې یوه لاره په دې هیواد کې له طبیعي زېرمو څخه ښه استفاده ده.

لیکوال دا استدلال هم کوي چې په افغانستان کې شااوخوا ۴۰ فیصده کاري زمینه د کرنې په برخه کې ده او د سولې لپاره په ځانګړې توګه دا مهمه ده چې د کلیو پراختیا ته پام وشي.

ري اکشن لیکلي چې د افغانستان د تولیداتو صادرات هم یوه مهمه برخه کېدای شي چې د کلیوالو سیمو اقتصاد ته وده ورکړي.

د بېلګې په توګه په مقاله کې انځر، زعفران او جلغوزې یاد شوي چې د صادراتو زیاتول‌یې افغانستان ته د پام وړ ګټه راوړای شي.

د دې ترڅنګ د قیمتي غمیو لکه زمرد یادونه هم شوې ده چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې افغانستان شااوخوا د سلو میلیونو ډالرو په ارزښت زمرد صادر کړل.

په مقاله کې د کریسټي لیلام خونې د ۲۰۱۵ میلادي کال خرڅلاو یادونه شوې چې په‌کې د افغانستان یو زمرد په نږدې دوه نیمو میلیونو ډالرو وپلورل شو.

XS
SM
MD
LG