د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۱

انډيپنډټ: بایډن غواړي افغانستان کې یواځې ځانګړي ځواکونه پاتې شي


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • هیل

هیل ورځپاڼې د امریکا د پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن پر خبرو تمرکز کړی دی.

بایډن پنجشنبه د امریکا د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په وروستۍ ټلویزیوني مناظره کې وویل چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یې د اوباما اداره په افغانستان کې د عسکرو له زیاتولو منع کړې وه.

د امریکا پخواني مرستیال ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې دولت جوړونه یوه تېروتنه او نه ترلاسه کېدونکې موخه یاده کړې.

هیل ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا لوړپوړو امنیتي چارواکو ویلي د اوباما د ادارې تر سخت فشار لاندې و څو داسې ارقام وړاندې کړي چې په افغانستان کې د پوځیانو زیاتوالی موثره وښيي.

ورځپاڼې په دوام کې د همدغو چارواکو په حواله لیکلي چې واقعیت داسې نه و بلکې د پوځیانو زیاتوالي کومه ګټه نه وه کړې.

جوبایډن چې اوس د امریکا په ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټانو احتمالي کاندید دی ویلي چې متحده ایالتونو باید افغانستان ته د څه باندې یو لک پوځیانو د استولو پر ځای په کمو پوځیانو باندې له تروریزم سره د مبارزې پالیسي مخته وړې وای.

  • واشنګتن ټایمز

واشنګتن ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي چې جوبایډن ادعا کړې د مخکیني ولسمشر بارک اوباما له ادارې سره په لانجه و چې په افغانستان کې د پوځیانو شمېر زیات نه کړي.

ورځپاڼې د بایډن په حواله لیکلي چې دا یوه تېروتنه وه او پوهېدل چې متحده ایالتونه له زیات قدرت سره جګړه نه شي ګټلی.

د مقالې د لیکوال په باور بایډن د پنجشنبې په شپه په مناظره کې چلنج شو ځکه د افغانستان په اړه د واشنګتن پوسټ وروستی راپور تر بحث لاندې ونیول شو.

واشنګتن پوسټ همدا میاشت د یو لړ معتبره اسنادو په استناد داسې راپورونه خپاره کړل چې په کې ادعا شوې امریکايي چارواکو د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا له خلکو حقایق پټ کړي.

  • انډيپنډټ

د بریټانیا چاپ انډيپنډټ ورځپاڼې هم د جوبایډن پر خبرو مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه بایډن غواړي ټول امریکايي پوځیان له افغانستانه ووځي او یواځې ځانګړي ځواکونه پاتې شي.

د ورځپاڼې په لیکنه د بایډن دا دریځ بېګاه د امریکا د ډیموکراټ ګوند یوه غړي او سناتور برني سندرز وننګاوه.
له برني سندرز وپوښتل شول چې که داسې فکر یې درلوده ولې یې د افغان جګړې په ګټه رایه ورکړه؟

دغه سناتور ځواب ورکړی چې په کانګرس کې د خپلو نورو همکارانو په څېر تېر وتلی و.

کله چې د امریکا سنا جرګې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره رایه اچونه کوله یواځې سناتورې باربارا لي مخالفت کړی و او منفي رایه یې ورکړې وه.

د ۲۰۲۰ میلادي کال ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند یو احتمالي کاندید برني سندرز وايي مېرمن باربارا سم دریځ نیولی و او پاتې نورو اشتباه وکړه.

XS
SM
MD
LG