د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

امریکا له اروپايي قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې کړي


امریکا له اروپايي قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مې تر ۱۲مې وخت ټاکلی څو د ده په باور له ایران سره په اټمي تړون کې د شته ستونزو د حل لپاره لار وموندل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ جوړونې مشر برایان هوک له اروپايي مشرانو سره د خبرو د هیئت مشري وکړه.

هغه پرون خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې د شاملو هېوادونو فرانسې، بریتانیا او جرمني له استازو سره‌یې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ جوړونې مشر برایان هوک.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پالېسۍ جوړونې مشر برایان هوک.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي برایان هوک ویلي چې د ایران د اټمي تړون د بیا کتنې لپاره‌یې له جرمني، فرانسې او بریتانیا سره رغنده خبرې درلودې، خو لا وختي دی چې ووایو له دوی سره موافقې ته رسېږو که څنګه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د اروپايي ټولنې پر مشرانو غږ کړی چې که د ۲۰۱۵ کال په اټمي تړون کې د ده په خبره شته عیبونه پټ نه‌شي د دغه تړون پر اساس په ایران ځنډېدلي بندیزونه نه‌شي تمدیدولی.

ډونالد ټرمپ له ایران سره په اټمي تړون کې د پاتې کېدو لپاره د ده په باور د درېیو ستونزمنو برخو هواری شرط ايښی دی.

ټرمپ فکر کوي چې دا تړون د ایران د میزایلو د پروګرام د مخنیوي توان نه‌لري، د هغو څارونکو مخه نیسي چې غواړي د ایران له اټمي بټيو او تأسیساتو وګوري او وروستۍ مسئله دا ده چې د دغه تړون وروستۍ مادې له ۱۰ کلونو وروسته ایران د یورانیمو بډایولو ته پرېږدي.

ټرمپ ویلي که د دغو درېیو ستونزو د حل لپاره د ده غوښتنې ونه‌منل شي له ایران سره له اټمي تړون به ووځي.

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره اټمي تړون د امریکا لپاره شرموونکی بللی دی.

له اروپايي ټولنې سره د امریکا د تازه مرکچي پلاوي مشر برایان هوک ویلي چې که د مې تر میاشتې کومې موافقې ته ونه‌رسېږي دی باوري دی چې ټرمپ به له دې تړون نه ووځي.

ډپلوماتانو ویلي د ټرمپ له‌خوا ټاکل شوی ضرب‌الاجل د امریکا ځیني متحدین نارامه کوي.

اخوا ایران بیا تل خپل اټمي پروګرام دفاعي بللی دی او په هغو باندې هر ډول خبرې یې د نه‌منلو وړ بللې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي که امریکا له اټمي تړون ووځي دا به د دغه هېواد یوه "لویه تېروتنه" وي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG