د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

سعودي ولیعهد بن سلمان وايي که ایران اټمي وسله جوړه کړي دوی به یې هم جوړه کړي


د سعودي عربستان ولیعهد خبرداری ورکړی چې که ایران اټمي وسله جوړه کړي، نو دا هېواد به یې هم جوړه کړي.

سعودي ولیعهد شهزاده محمدبن سلمان پرون پنجشنبه په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې که ایران اټمي وسله جوړه کړي، نو سعودي عربستان به هم همدا کار وکړي.

ایران په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې دا هېواد د اټمي وسلو د جوړولو اجازه نه‎لري او همدا راز د یو لړ امتیازونو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه یې وکړه.

ایران تل ویلي چې د اټمي وسلو د جوړولو پلان نه‎لري، خو وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې له ایران سره اټمي موافقه به فسخ کړي، نو تهران په غبرګون کې وویل، که دا موافقه فسخ شي، نو د اټمي موافقې د اصولو په رعایتولو به مکلف نه‎وي.

سعودي ولیعهد وویل چې سعودي عربستان نه غواړي چې اټمي بم ولري، خو که ایران اټمي بم جوړ کړي، نو د ده هېواد به هم بې له شکه او سمدستي د اټمي بم د جوړولو هڅه وکړي.

محمد بن سلمان دا څرګندونې له «CBS» ټلوېزیون سره په هغه مرکه کې وکړې چې یوه برخه یې پرون خپره شوه. د نوموړي بشپړه مرکه د را روانې یکشنبې په ورځ خپرېږي.

تهران دا څرګندونې سمدستي وغندلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي سمدستي په دې اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې سعودي شهزاده یو وېرېدلی او بې تجربې سړی دی چې له درواغو او ترخو خبرو پرته بل څه نه وايي.

د ایران ټلوېزیوني چینلونو د قاسمي له قوله خبر ورکوي چې نوموړی وايي، سعودي ولیعهد له سیاسته خبر هم نه‎دی.

د سعودي عربستان شاهي حکومت په پام کې لري چې د اټمي انرژۍ پر پروګرام کار وکړي او پلان لري چې دا پروګرام د وسلو د جوړولو کچې ته ورسوي.

ویل کېږي چې د متحدایالاتو، جنوبي کوریا، روسیې او چین کنسرسیومونه هڅه کوي چې سعودي ته د لومړیو دوو اټمي ریکټرونو د جوړولو تړون ترلاسه کړي.

په وروستیو څو کلونو کې شیعه ایران او سُني سعودي عربستان پر بېلابېلو مسایلو لانجې هم کړي دي.

دا دوه هېوادونه چې په سیمه کې سخته سیالي لري، په سوریه او یمن کې د کورنیو جګړو د دښمنو اړخونو او په لبنان او عراق کې د سیاسي متنازع خواوو ملاتړ کوي.

شهزاده محمد چې په ۳۲ کلنۍ کې د سعودي د ولیعهد په توګه غوره شو او اوس مهال د دې هېواد د دفاع وزیر دی په را روانه اوونۍ کې واشنګټن ته ځي، څو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره چې سعودي عربستان د امریکا متحد بولي، وګوري.

سعودي ولیعهد له دې مخکې هم د ایران په اړه تُندې خبرې کړي او تېرکال یې په یوه مرکه کې وویل، سعودي عربستان به دا خبره یقیني کړي چې که له ایران سره په راتلونکي کې جګړه کوي، نو د جګړې ډګر به ایران وي.

دې څرګندونو د ایران سخته غوسه وپاروله او په ځواب کې یې ګواښ وکړ چې له مکې او مدیني پرته د سعودي ټول ښارونه به په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG