د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

عباس عراقچي: لومړئ اټمي موافقه بریالۍ کړئ، بیا نورې خبرې کوو


د ايران يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، تر دې مخکې چې هېواد یې په منځني ختيځ کې د نورو مسايلو په اړه بحثونه پيل کړي، لوېديځ بايد تضمين کړي چې د ۲۰۱۵مېلادي کال اټمي موافقه بريالۍ ده.

د ايران د بهرنیو چارو مرستيال وزیر عباس عراقچي د پنجشنبې په ورځ په پاريس کې يوه کنفرانس ته وويل چې پر داسې موضوعاتو لکه په سیمه کې د تهران فعالیتونه او د دې هېواد د توغندیو پروګرام په اړه په راتلونکي کې د مذاکراتو لپاره مهمه ده چې د اټمي موافقې د شرايطو درناوی وشي.

امریکا خبرداری ورکړی چې له دې موافقې به ووځي.

عباس عراقچي
عباس عراقچي

ده وويل:

"اوس دوی له ايرانه غواړي چې پر نورو موضوعاتو خبرې وکړي، زموږ ځواب روښانه دی، لومړی اټمي موافقه بريالۍ کړئ بیا موږ پر نورو مسايلو خبرې کوو."

ده وويل چې د ايران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ پالیسۍ ورانوونکي دي او د اټمي موافقې له شرايطو يې سرغړونه کړې ده.

له ايران سره اټمي موافقه په ۲۰۱۵مېلادي کال کې امریکا، بریتانيې، فرانسې، جرمني، چين او روسیې لاسلیک کړه.

عراقچي هغه ادعاوې رد کړې چې وايي، د تهران فعالیتونه سيمه بې ثباته کوي.

ده پر امریکا، اسرائيل او سعودي عربستان تور پوري کړ چې په منځني ختيځ کې وضعيت ترينګلی کوي.

تهران په تکراري توګه د ایران د خپل توغنديو پروګرام په اړه له خبرو ډډه کړې که څه هم امریکا او اروپايانو دا غوښتني کړي، خو ايران وايي د توغنديو پروګرام يې د خپلې دفاع لپاره پر مخ وړی دی.

امريکا وروسته له هغه پر ايران اقتصادي بنديزونه لېري کړل چې په ۲۰۱۵مېلادي کال کې يې اټمي موافقه ورسره لاسلیک کړه او له دې سره تهران خپل اټمي فعالیتونه محدود کړل او ویې کړای شول چې خپل اقتصادي وضعيت سم کړي.

خو امریکا اوس هم پر دغه هېواد د بالیستک توغنديو جوړولو، ترورېزم او بشري حقونو په خاطر يو شمېر بنديزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG