د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

ټرمپ راتلونکې اوونۍ د ایران په وړاندې د خپل سیاست په اړه وینا کوي


د امریکا ولسمشر ښايي د ايران په اړه خپله پالېسي د راتلونکې اوونۍ په وينا کې بيان کړي.

دا د اکټوبر د ۱۵مې تر ضرب‌الاجل څو ورځې مخکې دی چې تصديق وشي چې ايا تهران د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال پر موافقې درېدلی دی او که څنګه؟

  • ټرمپ به دا وينا چېرته کوي؟

ځينو چارواکو د نوم نه‌ښودلو په شرط د چهارشنبې په ورځ ويلي چې سپينې ماڼۍ د وينا ورځ په واشنګټن کې د اکټوبر ۱۲مه نېټه ټاکلې ده.

ټرمپ د اکټوبر تر ۱۵مې وخت لري چې د امریکا کانګرس ته خبر ورکړي چې ایا ايران اوس هم د اټمي موافقې سره سم چلند کوي او ايا دا موافقه د امريکا ګټې په نظر کې نيسي که نه؟

که د ټرمپ اداره تر ټاکل شوي ضرب‌الاجل پورې تصديق ونه‌کړي چې تهران د موافقې سره سم چلند کړی، کانګرس به په ۶۰ ورځو کې پرېکړه کوي چې ايا پر تهران هغه بنديزونه بېرته ولګوي چې د اټمي موافقې له مخې لیرې شوي وو.

د امریکا د یوه قانون له مخې، دا بنديزونه د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډېدای شي.

دا په دې معنی چې د امریکا حکومت هرې څلور مياشتې وروسته وضعيت څاري.

رکس ټېلرسن
رکس ټېلرسن

د امریکا د بهرنيو چارو وزير رکس ټېلرسن د چهارشنبې په ورځ وويل چې وزارت به‌يې ولسمشر ټرمپ ته تر ضرب‌الاجل مخکې د ايران د اټمي موافقې په اړه یو شمېر انتخابونه ورکړي چې د ايران په اړه پالېسي څه ډول پر مخ وړای شي.

ټېلرسن وويل، مخکې تر دې چې امریکا يې ملاتړ وکړي، په اټمي موافقه کې د ځينو تغيیراتو اړتيا ده.

د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس د سې شنبې په ورځ وويل چې امریکا باید تر هغه وخته له ايران سره د اټمي موافقې يو لوری پاتې شي چې ثابته کړي چې تهران له موافقې سره سم چلند نه‌دی کړی او يا چې دا د امریکا له ګټو سره سمه موافقه نه‌ده.

XS
SM
MD
LG