د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د سوریې د ادلیب ښار پر يوه کلي هوايي بمبارۍ ۱۹ کسان ووژل


د سوریې د ادلیب ښار د ياغيانو تر کنټرول لاندې په يوه کلي کې په هوايي بمباریو کې ۱۹ کسان ووژل شول.

بمباري د ادليب ښار په شمال لوېديځ کې په مار شورین سيمه کې شوې او په نتيجه کې يې د وژل شویو تر څنګ ۲۵ کسان ټپيان شوي دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۹» وويل چې دا بمباري د سوريې يا روسیې د ځواکونو له‎خوا د ياغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.

په دې اړه تر اوسه مسکو او سوري ځواکونو څه نه‎دي ويلي، خو دوی په تکراري توګه وايي چې يوازې سخت دريځي په نخښه کوي.

د ادلیب د ژغورنې یوې خدماتي ادارې پر ټولنيزو رسنیو ویلي چې په خونړيو بمباریو کې په یوه شپه کې ۱۹ کسان ووژل شول.

د هوايي بمبارۍ له امله روغتون ته راوړل شوي ټپیان
د هوايي بمبارۍ له امله روغتون ته راوړل شوي ټپیان

د دمشق حکومت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ادلیب هغه مهال له لاسه ورکړ چې ياغيانو پر دغه ولایتي مرکز حملې وکړې.

ادلیب د سوريې تر ټولو زیات د ياغيانو نفوس لرونکی ښار دی.

تر دې وړاندې د ډسمبر په ۱۴مه پر انټرنټ یوه وېډيو خپره شوه چې په‎کې يوه جېټ الوتکه په ادلیب کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هوايي بمبارۍ کوي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې هغه مهال هم ویلي وو چې په دغو هوايي حملو کې ملکيان په نخښه شوي وو.

په ادليب کې لسګونه زره ياغیان او ملکيان اوسي چې د سوريې په لوېديځ کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.

XS
SM
MD
LG